1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان د اقتصادي پاڼ پر سر ولاړ دی

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ تیر ۸, دوشنبه

د اروپا مرکزي بانک د بېړنیو پورونو مرستي تر کنگولو وروسته، په یونان کې يوه اونۍ بانکونه تړلي پاتيږي. دا چې تر هغه وروسته به څه کیږي، لا تر اوسه لا معلومه نه ده.

https://p.dw.com/p/1FotA
انځور: Reuters/Y. Behrakis

په يونان کې د حکومت او اپوزيسيون تر منځ د يوې احتمالي ټولپوښتني په هکله اختلاف په ترڅ کي ټول بانکونه تړل شوي دي.

په يونان کې له هغه وروسته جنجالونه نور هم ډېر شول چې د دغه هيواد لومړي وزير الکسيس څيپراس د پورونو د اصلاحاتو له پاره د يوې ټولپوښتني د ترسره کولو وړانديز وکړ.

څيپراس د خپل هيواد پارلمان ته يه وينا کي وويل: «موږ هغه هیواد یو چې دلته دیموکراسي زېږېدلې ده. موږ به د آلمان د ماليې وزیر شویبله او یورو حوزې د مشر دییسبلوم څخه د یوې ټول پوښتني اجازه نه واخلو.»

څیپراس له دې وینا سره وغوښتل چې د یونان خلک په یوه پیشنهادي ټولپوښتنه کې د اروپايي اتحادیې د سپما د اصلاحاتو وړاندیزونو ته په «نه سره» ځواب ووایي.

د یونان د اپوزیسیون مشر انتونیس سمراس د حکومت د دې غوښتنې مخالفت وکړ او ویې ویل: «په نه جواب سره به یونان د یورو له حوزې څخه وایستل شي. آیا تاسي پوهیږئ چې د سپما پیشنهادونو ته د نه جواب معنی څه ده. اشتباه ونه کړئ، دا د یونان په خپل لاس د ځان وژني معنی لري.»

په یونان کې د بانکونو د تړلو په هکله ډیر جزئیات نه دي په ډاگه شوي، خو هغه څه چې معلوم دي دا دي چې اروپایي هیوادونو ته د پیسو پر لیږد محدودیتونه لگول شوي.

د بانکونو مخ ته کتارونه
د بانکونو مخ ته کتارونهانځور: Reuters/A. Avramidis

همداشان د دغه هیواد په داخل کې باید شرکتونه د ډیرو زیاتو پیسو د رایستلو او یا هم کوم بل بانکي حساب ته د انتقالولو له پاره تر مخه لا اجازه اخیستي وي. پر دې سربیره د یوه حکومتي پیغام له مخې په دغه هیواد کې بانکونه د جولای میاشتې تر شپږمې نیټې پوري تړلي پاتيږي.

د یوناني رسنیو د رپوټونو له مخې له بانکي اتوماتونو څخه به د پیسو پر راایستلو لگول شوی بندیز به د سه شنبې په ورځ لیري شي، خو سړی کولای شي چې تر یوې محدودې اندازې پوري پیسي راوباسي.

ويل شوي دي چې په ۲۴ ساعتونو کې له اتومات څخه یوازي ۶۰ یورو راایستل کیدای شي. د سه شنبې په ورځ د یونان د اقتصادي مرستو پروگرام هم ختمیږي او نوي مرستي چې څو میلیارده دي، په لومړي سر کې په پام کې نه شته.

د رپوټونو له مخې یوازي تیره میاشت یوناني وگړو له خپلو بانکي حسابونو څخه تر ۳،۵ میلیارده زیاتې یورو ایستلي دي. په جون میاشت کې هم دغې بهیر ادامه وموندله.

د اروپا مرکزي بانک د یکشنبې په ورځ پریکړه وکړه چې یوناني بانکونو ته د پورونو خپله بیړنۍ مرسته د بیړنیو نغدو پیسو د بیرته ورکړي توانمندي نه غځوي. تر دې دمخه ۹۰ میلیارده یورو دغه ډول مرستې تر سره شوي دي.

سربیره پر نورو په دغه هیواد کې دا پوښتنه لا پسې پیاوړې کیږي چې آیا د جولای پر پنځمه به د نړیوالو بسپنه ورکوونکو د اصلاحاتو د نوو وړاندیزونو او یا له یورو زون څخه د یونان د ممکنه وتلو په هکله ټولپوښتنه وشي که نه.