1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

یوناما: طالبانو ښايي خپل بندیان ربړولي وي

۱۳۹۸ خرداد ۵, یکشنبه

ملګرو ملتونو ویلي دي چې طالبانو له هغو کسانو سره چې د دوی په بند کې وو ناوړه چلن، زورونه او داسې کارونه کړي دي چې کیدای شي ربړونه وبلل شي.

https://p.dw.com/p/3J5i2
Taliban Extremisten Terroristen Afghanistan
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Khan

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما ویلي دي چې په وروستیو وختونو کې د طالبانو له بند څخه د آزاد شویو ۵۳ کسانو له ډلې څخه یې له ۱۳ تنو سره مرکې کړې دي. د مرکه شویو کسانو په ډله کې ډیر شمیر یې د افغان امنیتي ځواکونو غړي ول خو په کې ملکي وګړي او د دولت چارواکي هم شامل ول.

دغه ډله د اپریل میاشتې پر ۲۵مه نیټه د افغان امنیتي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه زندان څخه آزاد شول.

یوناما په خپله بیانیه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوې ده ویلي دي، چې په دې ځای کې ساتل کیدونکي ډیر شمیر کسان له ۲۰۱۸ کال راهیسې د طالبانو په بند کې ول. زیاته شوې ده چې درې تنه آزاد شوي خو بیا آن له ۲۰۱۶ کال راهیسې له طالبانو سره بندیان ول.

یوناما ویلي دي چې دغه بندیان د طالبانو له خوا په خراب وضعیت کې ساتل کیدل او ورباندې جبري کار کیده. په بیانیه کې د بندیانو په حواله راغلي دي چې طالبانو خپل یو شمیر بندیان وژلي هم دي.

(ms/sn (ap