1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوناما د سیمه ییزو پولیسو په اړه نوې سپارښتنې کړې دي

میرویس جلالزی (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ مرداد ۲۰, یکشنبه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) د سیمیزو پولیسو د ګمارلو په برخه کې افغان دولت ته نوې سپارښتنې کړې دي. د دې دفتر د ویاندې په خبره په دغو سپارښتنو کې د ګومارنې پر مهال د وګړو د سابقې څیړل هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/19Nbx
TO GO WITH Afghanistan-unrest-police-by Joris Fioriti In this photograph taken on December 18, 2012, Afghan Local Police (ALP) personnel jump from their vehicle as they train and practice retention techniques during a basic police training course in Goshta district of Nangarhar province. The Afghan Local Police, branded by some critics as an incompetent Taliban-linked militia, is one of the many security challenges facing the country as international troops withdraw. Only founded in 2010, the ALP is tasked with community-level policing to suppress violence in some of Afghanistan's most dangerous and remote areas, and despite its many opponents it has had some success. AFP PHOTO/SHAH Marai (Photo credit should read SHAH MARAI/AFP/Getty Images)
Afghanistan Lokale Polizeiانځور: SHAH MARAI/AFP/Getty Images

په کابل کې د یوناما ویاندې ډاکټر نیلاب مبارز، د یکشنبې په ورځ له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې دغه دفتر د افغانستان په یو شمیر سیمو کې د سیمیزو پولیسو د کړنو په اړه شدیده اندیښنه لري نو ځکه یي له حکومت څخه غوښتې چې د سمیزو پولیسو په ګمارلو کې له دقت څخه کار واخلي او په سمه توګه د هغوی د کړنو څارنه وکړي.

په ورستیو وختونو کې د افغانستان له یو شمیر ولایتونو څخه د سیمیزو پولیسو د کړنو په اړه شکایتونه را پورته شوي دي. یو شمیر افغانان ادعا کوي چې دغه ځواکونه بشري قوانین تر پښو لاندې کوي. یوازې له کندز او بغلان ولایتونو څخه په تیره یوه میاشت کې رسنیو د اربکي ځواکونو د تیریو دوه زیږه راپورونه تر لاسه کړي دي.

افغان حکومت په ۲۰۱۰ کال کې د سیمیزو پولیسو د جوړولو بهیر پیل کړ. ټاکل شوې ده چې تر راتلونکي کال پورې د دغو ځواکونو شمیر ۲۲۰۰۰ ته ورسیږي.

میرمن مبارز وویل چې د دوی د ادارې ارزونې ښيي چې په خاصه توګه د افغانستان په شمالي ولایتونو کې یې د سیمه ییزو پولیسو د کړنو په اړه ځینې اندیښنې راټولې کړې دي چې حکومت باید ورته جدي پاملرنه وکړي.

د میرمن مبارز په خبره حکومت ته د سیمه ییزو پولیسو د استخدام په برخه کې د هغې د ادارې په سپارښتنو کې د سابقې څیړل، د شخصیت معلومول او په متواتر ډول د کړنو څیړل شامل دي. مبارز وویل: «موږ د سیمه ییزو پولیسو د کړنو په اړه شکایتونه لرل. په ځینو شمالي ولایتونو کې له دغه اړخه ډیري ستونزي لیدل کیږي. موږ حکومت ته خاصي سپارښتنې کړې دي چې د هغوی [سیمه ییزو پولیسو] په ګمارنه کې ښه دقت وکړي او سابقه یې وڅیړي.»

د ملګرو ملتونو دغې ویاندې ټینګار وګړ چې د امنیت د ټینګښت په موخه ګومارل شوي کسان باید د ناامنۍ لامل نه شي. هغه وویل: «هغه کسان چې حکومت د امنیت د ساتلو له پاره ګوماري او بیا په خپله د نا امنۍ لامل ګرځي، دا د ډیرې اندیښنې وړ مسله ده چې موږ یې وینو.»

د سیمیزو پولیسو له لوري د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو په اړه په داسې حال کې اندیښنې څرګندیږي چې پلان شوې ده ټول نړیوال ځواکونه د راتلونکي کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب