1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«یوازې افغانان د دیورند د کرښې په اړه پریکړه کولای شي»

اسماعیل شاکر۱۳۹۱ آبان ۳, چهارشنبه

افغان چارواکي وايي چې د دیورند د کرښې په اړه د امریکايي دیپلوماتانو څرگندونې د افغانستان دریځ نه شي بدلولای. دغه چارواکي زیاتوي چې یوازې افغانان ولس د دې کرښې په اړه پریکړه کولای شي.

https://p.dw.com/p/16Viz

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي، د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر د میاشتې ۲۴مه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې یوازې افغانان د دیورند د کرښې په هکله د خبرو حق لري.

د افغانستان له پاره د متحده ایالاتو سفیر جیمز کیننګ، د سه شنبې په ورځ په کندهار کې یوې خبري غونډې ته ویلي وو چې نه یوازې امریکا بلکې د نړۍ نور ډیر شمیر هیوادونه د دیورند کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې په توګه په رسمیت پیژني. تر دې مخکې د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي مارک ګروسمن، هم ویلي وو چې د دیورند کرښه د دواړو هیوادونو تر منځ د رسمي پولې په توګه به رسمیت پیژني.

خو افغان ولسمشر د ویاند ایمل فیضي په حواله د پاکستان او افغانستان تر منځ د پولې ټاکنه د امریکا او نورو هیوادونو په واک کې نه ده او یوازې افغانان د دې موضوع په اړه د خبرو کولو صلاحیت لري. ښاغلي فیضي وویل: «دغه ډول څرګندونې یا د دیورند د کرښې په اړه د امریکا متحده ایالاتو دریځ د افغانانو پر نظر او یا د حکومت پر دریځ باندې هیڅ ډول تأثیر نه لري. د دیورند کرښه د افغانستان له پاره مهمه تاریخي موضوع ده او په دې باره کې حکومتونه تصمیم نه شي نیولای. دا د حکومتونو موضوع نه ده، بلکې په دې اړه باید د افغانستان خلک پریکړه وکړي.»

ښاغلی فیضي زیاتوي چې د دیورند د کرښې په اړه د امریکايي دیپلوماتانو څرګندونې نوې نه دي او هر هیواد په دې اړه د خپلو ګټو په پام کې نیولو سره دریځ نیسي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دیورند د کرښې مسئله په داسې حال کې تودیږي چې په وروستیو وختونو کې له وسله والو مخالفینو سره د خبرو اترو موضوع یو ځل بیا راپورته شوې ده.

د سیاسي چارو شنونکی عاشق الله یعقوب په دې اړه دویچه ویله ته وویل چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه باید له خپلو خلکو سره مشورې وکړی او د دیورند د کرښې موضوع له دې لارې حل کړی. هغه زیاته کړه: «افغانستان او پاکستان باید د دې موضوع په اړه د واقعیتونو پر بنسټ ولاړې پرېکړې وکړي. دواړه دولتونه په دې پوهیږي چې له څه شي سره مخامخ دي. هر دولت که پر خپل سر او د خلکو له ارادې پرته پرېکړې وکړي نو دا پریکړې به لا زیاتې لانجې راپورته کړي.»

تر دې مخکې د دیورند د کرښې په اړه د امریکايي دیپلوماتانو د څرګندونو پر وړاندې د افغانستان د مشرانو جرگي هم کلک غبرگون ښودلی وو او له افغان حکومت څخه یې غوښتې وو چې د دیورند د کرښې برخه لیک روښانه کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب