1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یمن کې بیا هوایي بمبارۍ پیل شوې

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۸, دوشنبه

په یمن کې د یوه پنځه ورځني اوربند وروسته د حوثي یاغیانو پر ضد د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف یو ځل بیا بمبارۍ پیل کړي دي. د اوربند د غځیدو غوښتنې ته کومه توجه نه ده شوې.

https://p.dw.com/p/1FR9J
انځور: AFP/Getty Images/F. Nureldine

لکه څرنگه چې پوځي چارواکو او عیني شاهدانو خبر ورکړی دی، د هوایي بریدونو هدف په عدن ښار کې د شیعه حوثي یاغیانو مورچلې او همداشان د هغوی د متحدو قطعاتو یوه هډه وه. د اوربند نېټه د منځنې اروپا پر وخت د شپې پر لسو پای ته رسیدلې ده.

د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي اسماعیل اولد شیخ، د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې د یمن په هکله په یوه بیړنۍ غونډه کې د نورو پنځو ورځو له پاره د اوربند د غځیدو غوښتنه کړې وه. دغه ديپلومات چې د موریتانیا له هیواد سره تړاو لري په ریاض کې په خپلو څرگندونو کې ویلي وو: «موږ د ټولو عملیاتو د درولو او د بشري مرستو پر وړاندې د ټولو خنډونو د له منځه وړلو غوښتنه کوو.»

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف په یمن کې بشري ناورین ته په کتو سره د یوه اوربند له پاره غږ کړی وو. دغه اوربند د سه شنبې له ورځې څخه تر یکشنبې پور نافذ وو.

«ټولو ځایونو ته مرستې نه دي رسیدلي»

که څه هم په دغه موده کې هوایي بریدونه دریدلي وو، خو د اوونۍ په پای کې د ځینو ځمکنۍ نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي. زیاته شوې ده چې په دغو نښتو کې یو شمیر کسان وژل شوي دي. د چارواکو د وینا له مخې د یمن دریم ستر ښار تایز کې د حوثي یاغیانو په یوه یرغل کې د یکشنبې په شپه ۱۴ ملکي کسان وژل شوي دي. تر دې یوه شپه مخکې د پوځ او ځایي اوسیدونکو په وینا ۲۶ یاغیان او ۱۲ عسکر وژل شوي دي.

د اوربند په موده کې د یمن یو شمیر سیمو ته مرستې رسیدلي دي، خو په تایز کې خلک د خوراکي توکو، تیلو او دارو درملو د تر لاسه کولو له پاره انتظار باسي. د یمن یوه حکومتي ویاند ویلي دي «تایز ته بشري مرستې نه دي رسیدلي.» زیاته شوې ده چې د هیواد نورې برخې په مؤقتي توگه د کافي بشري مرستو څخه بې برخې پاتې دي.

د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي، په ریاض کې د یمن په هکله په بیړنۍ غونډه کې
د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي، په ریاض کې د یمن په هکله په بیړنۍ غونډه کېانځور: Getty Images/Afp/F. Nureldine

د ایران له لوري په مرستو بار استول کښتۍ د امریکا متحدو ایالاتو له خبرداري سره سره، د عدن خلیج ته رسیدلې ده او د ایراني رسنیو د رپوټونو له مخې د پنجشنبې په ورځ به بندر ته ورسیږي. واشنگټن د دغه کښتۍ له عملې څخه غوښتي دي چې د دې پر ځای په جیبوتي هیواد کې د ملگرو ملتونو د مرستو یوه مرکز ته ولاړه شي. سعودي عربستان پر ایران تور پورې کوي چې په وسلو سره د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي، خو تهران بیا دغه تورونه ردوي.

حوثیانو بیړنۍ غونډه تحریم کړه

د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي په ریاض کې د بیړنۍ غونډې تر مخه ویلي وو چې دغه غونډه د ټولو پر مخ پرانیستې ده. په داسې حال کې چې حوثي یاغیانو دغه غونډه تحریم کړه، په ۲۰۱۱م کال کې د راپرځول شوي ولسمشر علي عبدالله صالح پلویانو په دغه غونډه کې د گډون خبره کړې ده. د صالح پوځي قطعات د حوثي یاغیانو له متحدینو څخه شمیرل کیږي.

د سعودي عربستان په مشرۍ سني پوځي ائتلاف د روان میلادي کال د مارچ میاشتې پر ۲۶مه نېټه په یمن کې هوایي بریدونه پیل کړل ترڅو د حوثي یاغیانو د پرمختگ مخه ونیسي او له هادي سره چې په سعودي عربستان کې دی، بیرته واک ته په رسیدو کې مرسته وکړي. د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخې د مارچ میاشتې له پای څخه په دغه هیواد کې تر ۱۵۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.