1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یمن د ایران د سولې وړاندیز رد کړ

سيد رياض / آژانسونه۱۳۹۴ فروردین ۳۰, یکشنبه

ایران د شنبې په ورځ د یمن د کړکیچ د هواري له پاره په ملگرو ملتونو کې یو څلور نکته یي پلان وړاندې کړ. خو عدن کې حکومت دغه پلان رد کړ. اوس چین په دې برخه کې د منځگړيتوب وړاندیز کړی دی.

https://p.dw.com/p/1FAh2
انځور: Reuters

د یمن د حکومت ویاند راجیح بادي، د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي «موږ د ایران نوښت رد کړی دی.» هغه زیاته کړې ده په دغه وړاندیز کې یوازې «یو سیاسي مانور» مطرح وو. ایران ملگرو ملتونو ته یو پلان وړاندې کړی وو چې پکښې په یمن کې د یوه عاجل اوربند او د ټولو پوځي بریدونو د ختمیدو غوښتنه شوې وه. په دغه پلان کې بشري مرستو ته لاس رسی او د یوه ملي حکومت د جوړیدو په موخه یوه ډیالوگ ته د بیرته د ورگرځیدو ټکي هم شامل دي.

لویدیځو حکومتونو او عربي دیپلوماتانو په دې هکله په محتاطانه ډول څرگندونې کړي دي او ویلي یې دي چې ایران د سولې بې طرفه منځگړی نه دی. یمن او سعودي عربستان یمن او همدا شان سعودي عربستان پر تهران باندې د یمن په چارو کې د لاس وهنې تور پورې کوي، تر څو په سیمه کې تسلط ولري. ایران دغه تورونه ردوي چې گنې د شیعه حوثي ملیشو سره مستقیمه پوځي مرسته کوي.

شیعه حوثي ملیشو په تیرو میاشتو کې د دغه هیواد زیاتې برخې ونیولې او په پای کې یې پلازمینه صنعا تر خپل کنترول لاندې راوسته. ولسمشر عبد ربه منصور گاونډي هیواد سعودي عربستان ته وتښتید. سعودي عربستان او نور سني دولتونه د مارچ میاشتې له ۲۶مې نېټې څخه په دې هڅه کې دي چې د هوايي بریدونو په واسطه د حوثي ملیشو د پرمختگ مخه ونیسي. ایران او سعودي عربستان سیمه ییز سیال قوتونه دي.

روحاني د ملگرو ملتونو د څیړونکي کمېټې غوښتنه کړې

د ایران ولسمشر حسن روحاني د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۵ د اپريل ۱۷ نېټه) د سعودي عربستان پر اقدامانو باندې سخته نیوکه وکړه او یو ځل بیا یې د دغه کړکیچ د سیاسي حل غوښتنه وکړه. د آسترالیا د بهرنیو چارو وزیرې جولي ایزابېل بشوف سره په یوه لیدنه کتنه کې هغه د ملگرو ملتونو د یوې پلټونکې کمیټې د ماموریت پر سر ټینگار وکړ. د هغه په وینا دغه کمېټه باید دا معلومه کړي چې په تیرو درو اوونیو کې په بریدونو کې څومره بې گناه انسانان وژل شوي دي. حسن روحاني دا هم وویل چې سعودي عربستان باید لږ تر لږه د یمن ولس ته د بشري مرستو، دارو درملو او خوراکي توکو د لیږد زمینه برابره کړي.

د کډوالو د شمیر موضوع ته په کتو سره روحاني وویل چې ټول اړخونه باید ورته توجه وکړي چې هغوی د نهلیتوب له کبله د تروریستي ډلو سره یو ځای نه شي. هغه زیاته کړه: «ایران دې ته چمتو دی په سیمه کې او د سیمې څخه بهر ټولو هیوادونو سره په گډه کار وکړي، تر څو په یمن کې د وینې تویدنې مخه ونیول شي.»

د ملگرو ملتونو په وینا د ولسي خلکو له پاره وضعیت تر بلې مخ پر خرابیدو دی. د دغې ادارې په وینا شا او خوا ۷،۵ میلیونه انسانان مرستو ته اړتیا لري او ۱۵۰ زره کسان تيښتې ته مجبوره شوي دي. زیاته شوې ده چې د مارچ میاشتې له ۱۹مې نېټې څخه د اپریل تر ۱۳مې نېټې پورې کابو د ۸۰۰ کسانو وژل ثبت کړای شوي دي. خو ښایي اصلي شمیر تر دې ډیر لوړ وي.

د چین وړاندیز

د ایران د سولې له پلان سره کابو یو ځای چین د یمن د موضوع په هکله خبره کړې. په پیکینگ کې مشرتابه په بیړه د دغه کړکیچ د سیاسي حل غوښتنه کړې او په عین وخت کې د منځگړيتوب وړاندیز کړی دی. د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې د چین ولسمشر شي جین پېنگ د سعودي عربستان له پاچا سره په یوه تلیفوني تماس کې وړاندیز کړی دی چې د کړکیچ د ټولو اړخونو سره د نزدې سلا مشورې له لارې دغه کړکیچ ته د حل لاره وموندل شي. زیاته شوې ده چې ټول اړخونه باید د ملگرو ملتونو د امنیت شوری پریکړو ته ژمن پاتې شي او د خلیج د همکاریو د شوری وړاندیزونو ته توجه وکړي.

چین په منځني ختځ کې کوم مخکښ سیاسي نقش نه لري، خو له دغه سیمې څخه د تیلو وارداتو ته اړ دی. تر دې د مخه چین په سوله ییزه توگه د یمن د کړکیچ د حلیدو غوښتنه کړې وه.