یاغیانو د مرکزي افریقا جمهوریت پلازمینه ونیوله
۱۳۹۲ فروردین ۴, یکشنبهد مرکزي افریقا جمهوریت ولسمشر فرانسویس بوزیز، خپل هیواد پریښی او د کانگو هیواد ته تښتیدلی دی. د ولسمشر یوه ویاند گاستون مکوزنگبا، ويلي دي: «یاغیان د ښار [پلازمینې] کنترول په لاس کې لري. زه هیله لرم چې کوم انتقام جویانه اقدام تر سره نه شي.»
عیني شاهدانو ویلي دي چې هغوی وړې او لویې چاودنې اوریدلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د یاغیانو یوه قوماندان د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ ولسمشري ماڼۍ نیولې ده. بوزیز هلته نه وو.»
د سيليکا ایتلاف یاغیانو د جمعې له ورځې راهیسې یو شمیر نزدې ښارونه تر خپل کنترول لاندي راوستي ول، او هڅه یې کوله چې ولسمشر له واکه ګوښه کړي.
یاغیانو پر ولسمشر فرانسویس بوزیز، باندي په جنوري میاشت کې د لاسليک شوي سولي تړون د ماتولو تور لګولی دی. یاغیانو همداراز له پوځ څخه غوښتي دي چې خپل ځان تسلیم کړي. په ورستیو ورځو کې د دولت او یاغیانو تر منځ چې سیلیکا نومیږي د سولې یو تړون له منځه تللی دی.
سیلیکا په اصل کې د مرکزي افریقا جمهوریت د دولت مخالفو ډلو یو ایتلاف دی چې تر دې مخکې یې له دولت سره د سولې یو تړون لاره.
د سیلیکا په ایتلاف پورې تړلو یاغیانو لومړی بوسنګوا ښار او بیا وروسته دامارا ښار تر خپل کنترول لاندې راوست. تر اوسه پورې یاغیان د پوځ له خوا له ډیر مقاومت سره نه دي مخامخ شوي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د مرکزي افریقا جمهوریت د وضعیت په اړه غبرګون ښکاره کړ او د جمعې په ورځ یې په دې اړه یوه غونډه وکړه. د امنیت شورا تر غونډې وروسته یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې یاغیانو ته ګواښ شوی وو چې بشري حقونه تر پښو لاندې نه کړي.