1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گېلاني د بلوچستان په اړه پريکړه لیک وغانده

۱۳۹۰ بهمن ۳۰, یکشنبه

د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا گیلاني د امریکا د متحده ایالاتو د کانگرس د یوه غړي له لوري د وړاندي شوي پریکړه لیک چې د بلوڅانو له پاره د آزادۍ غوښتنه پکښي شوې وه، په کلکه غندلی دئ.

https://p.dw.com/p/145cg
انځور: picture-alliance/dpa

گیلاني په کراچې کې د خبریالانو سره په خبرو کې ویلي دي: «دغه پریکړه لیک زموږ پر ملي حاکمیت تیری دئ او موږ دا غندو.»

د کانگرس غړي دیانا روباکر، ویلي دي چې اوس بلوچستان د افغانستان، ایران او پاکستان تر منځ ویشل شوی دئ او هغوی ته باید دا حق ورکړل شي چې خپل راتلونکی پخپله وټاکي.

د غه وړاندیز د جمعې په ورځ روباکر کړی وو، په دغه پریکړه لیک کې ویل شوي دي چې بلوڅان د خپلواکمنۍ او يوه خپلواک هیواد حق لري او هغوي ته باید دا موقع ورکړل شي چې خپله راتلونکي پخپله وټاکي.

که څه هم د دې امکان لږ ښکاري چې گويا د کانگرس له لوري به دغه پریکړه لیک ومنل شي، خو پاکستان دغه کار په قهر کړی دئ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیري حنا رباني کهر دا د یو څو تنو«بې ځایه هلي ځلي» بللي دي.

د هغې له خوا په خپره شوې وينا پاڼه کې راغلي دي چې د دې اصلي موخه د دواړو هیوادونو د خلکو تر منځ بې باوري رامنځته کول دي.

خو د اوباما ادارې له دې څخه ډډه کړې ده چې د سنا مجلس د بهرنیو چارو فرعي جرگه گۍ ته چي مشري ئې روباکر کوله خپل استازی واستوي. په دغه کمېټه کې د بلوڅانو پر وضعیت باندې خبري شوي دي. د اوباما ادارې ویلي دي چې بلوچستان د پاکستان یوه برخه ده.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندي ویکتوریا نولند، تر استماعیه غونډې وروسته وویل:

«کانگرس پر یو لړ بهرنیو چارو استماعیه غونډي نیولي دي. دغه استماعیه غونډي حتمي نه ده چې د امریکا متحده ایالات دې تائيد او یا په هغو کې دي یو یا بل نظر تائید يا رد کړي.»

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې هغوی په بلوچستان کي ټول سیاسي گوندونه دې ته تشویقوي چې خپل منځي اختلافات د یوې ټاکلي سیاسي پروسې له لاري سرته ورسوي.

که څه هم متحده ایالات د افغانستان پولي ته څرمه د پاکستان قبائیلي سیمي څاري، خو د بشري حقونو ټولنو د بلوچستان وضعیت ته د ډیر پام اړولو غوښتنه کړې ده.

په بلوچستان کي په سلونو تنه د پاکستان د پوځي او استخباراتي ادارو په لاس ورک شوي، بندي شوي او یا هم وژل شوي دي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل