1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گلاب منگل: پي آر ټي د هیروینو په قاچاق کې لاس نه لري

۱۳۸۹ بهمن ۲۴, یکشنبه

د هلمند والي ګلاب منګل وایی په دغه ولایت کی میشته ولایتي بیارغاونه ډله ( پي ار ټي) بحر ته د مخدره توکو په قاچاق کی لاس نه لري. هلمند هغه ولایت دی چی د نړۍ په کچه پکی تر ټولو ډیر تریاک کرل کیږي.

https://p.dw.com/p/R0PZ
انځور: DW

ګلاب منګل د هیروینو په قاچاق کی د تورنو انګریزي سرتیرو د سپینیدو خبره پر داسي محال کوي چی څو څو ځله د دغه ولایت اوسیدونکو او قومي مشرانو په دی باب مستند رپوټونه رسنیو ته ورکړي دي.

ګلاب منګل په هلمند کی د مخدره دارو ګانو پر ضد مبارزه کی د میشتي ولایتي بیا رغاوني ډلي ملاتړ څخه راضي بریښي په داسي حال کی چی افغان ولسمشر په قاطعیت سره د دغو ډلو د دړي وړي کولو غوښتنه کوي.

ګلاب منګل چی په کابل کی یی له خبریالانو سره خبري کولي وویل چی په تیرو دوو کلنو کې د کوکنار کر ۴۰ سلنې ته راټیټ شوی دی او هڅه کوي تر څو دغه کچه ۵۰ سلني ته را ټیټه کړي. گلاب منگل زياته کړه:

«نه یوازي دا چی د پی ار ټي غړي او یا هم د سوله ساتو ځواکونو سرتیري د هیروینو په قاچاق کی لاس نه لري، بلکي نه د هلمند اداره او نه هم مرکزي حکومت په دی باب کوم شواهد لري، بلکي د امریکا او بریټانیا پراختیايي اداری له مونږ سره د کوکنارو په محوله کولو کی پوره همکاري کوي.»

منګل د ولایتي بیارغونې ټیم په اړه وویل چې تر اوسه پورې یې یو لکو پنځوس زرو کروندګرو سره د کوکنارو د نه کر په خاطر د کیمیاوي سرې،اصلاح شویو تخمونو او نورو اړینو توکیو مرستې کړي دي.

نوموړی په خپل ولایت کی چی د کوکنارو د کرکیلي له کبله د نړۍ په کچه لومړی ځای لري د ایساف ځواکونو له پوځي همکاریو هم مننه وکړ. منګل وایي چی ګڼ ملیتیزه ځواک د هیروینو له مافیا سره په مبارزه کی د هلمند له امنیتي قواوو سره ډیري پوځي مرستي هم کړي دي. نوموړي زياته کړه:

«د لویو قاچاقبرو او د مخدره توکو د زیرمو د له مینځه وړلو او د مخدره توکو د کاروانونو په له مینځه وړلو کی ایساف له مونږ سره ډیره مرسته کړي، ډیر کاروانونه مو دړي وړي کړي او مجرمین مو د قانون منګولو ته سپارلي دي.»

منګل وایي د هلمند په لسو ولایتونو کې امنیتي وضع ښه شوې ده او کوښښ مو دا دی چې د هلمند په نورو ولسوالیو کې هم دولتی حاکمیت شتون پیدا کړی. نوموړی د هلمند اوسنی حالت له تیرو دوو کلونو سره پرتله کوي:

«دوه کاله وړاندي د هلمند د مرکز لشکرګاه دوالي له تعمیر څخه دوه کیلومتره لري د کوکنارو کروندی ښکاریدی او د والي په کور او دفتر بریدونه کیدل، امنیت تر دی کچي خراب وو خو اوس هلمند پخوانی هلمند نه دی.»

د هلمند د والي په خبره په هغو سیمو کې چې امنیت شتون نلري هلته به امنیتي پوستې جوړې شي تر څو د مخالفینو د نفوذ څخه مخنیوې وشي. دی وایي چې زموږ پولیس اوسمهال په درنو او سپکو وسلو سمبال شوي دي او دوی اوس کولای شي د هلمند ولایت امنیت به ډیره ډاډمنه توګه تامین کړي.

ميرويس جلالزی / کابل

کتونکی: احمدولي اڅکزی