1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گاوک: آلمان باید د کډوالو له پاره ډیر څه وکړي

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ خرداد ۳۰, شنبه

آلمان د کډالو له پاره ملگرو ملتونو د نړیوالې ورځې په تړاو د لومړي ځل له پاره د تيښتې او تبعید د قربانیانو یادون کوي. د آلمان د ولسمشر یوآخیم گاوک له نظره د کډوالو د منلو له لارې ټولنه هم فرصت تر لاسه کولای شي.

https://p.dw.com/p/1FkEU
انځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen

د آلمان ولسمشر یو آخیم گاوک ویلي دي چې د دوهمې نړیوالې جگړی وروسته دا هیواد له «بې وزلۍ او ویجاړیو» سره لاس او گریوان وو، خو بیا هم وتوانید چې په میلیونو کډوالو ته په خپله ټولنه کې ځای ورکړي. د آلمان ولسمشر په پلازمینه برلین کې د آلمان په تاریخي موزیم کې په دې اړوند جوړې شوې غونډه کې وویل: «ولې باید په اقتصادي لحاظ بریالی او له سیاسي لحاظه باثباته آلمان دې ته متوجه نه شي چې په اوسنیو ننگونو کې د سبا ورځې فرصتونه رانغښتي دي؟»

تیر کال د آلمان حکومت پریکړه وکړه چې د ملگرو ملتونو د کډوالو د نړیوالې ورځې په تړاو د جون میاشتې ۲۰ نیټه به د کډوالو د یادون د ورځې په توگه لمانځي. په دوهمه نړیواله جگړه کې په ختیځه اروپا کې د آلماني میشتو سیمو څخه د آلمانانو د شړلو د موضوع د چلن څرنگوالی تر زیاتې مودې پورې له احساساتي بحثونو سره مل وو. د دغو ایستل شوو کسانو اتحادیه له کلونو راهیسې په دې تړاو د یادون د یوې ورځې د ترسره کولو غوښتنه کوله.

د آلمان ولسمشر په خپلو څرگندونو کې وړاندې وویل چې دی هیله لري چې د هغو کسانو یادون چې هغه مهال تیښتې او خپلو کورونو پريښولو ته اړ شوي وو، د ننۍ ورځې له قربانیانو سره د وضعیت په درک کولو او له هغې سره د خواخوږۍ په ښوولو کې مرسته وکړي. د هغه په وینا آلمان او اروپا په نړیواله کچه د شا او خوا ۶۰ میلیونو کډوالو په پام کې نیولو سره د نوو چیلنجونو پر وړاندې قرار لري.

هغه په خپلو څرگندونو کې وړاندې وویل چې د کډوالو په هکله سیاست له یوې اوږدې مودي راهیسې نور یوازې کورنۍ سیاسي موضوع نه ده، بلکې د بهرنې، امنیتي او پراختیایي سیاست یوه برخه گرځیدلې ده. د یوآخیم گاوک په وینا د مدیتراني په سمندرگي کې د کډوالو ژغورل او هغوی ته د له امن څخه د برخمنې یوی سرپنا برابرول، د ټولو اروپایي هیوادونو اخلاقي دنده ده.

د کډوالو د نړیوالې ورځی په مناسبت د آلمان د حکومت د بشري حقونو د چارو مسوول کریستوف شترسر، د افغانستان، سومالیا، سوډان، جنوبي سوډان، د کانگو دیموکراتیک جمهوریت او میانمار هیوادونو کې له یاده ایستل شوو کړکیچونو ته د توجه اړولو غوښتنه وکړه.

د شترسر په خبره په دغو سیمو کې «هم خلک دې ته مجبوره شوي دي چې د وسله والو نښتو، د بشري حقونو څخه د سختو سرغړونو او یا هم د اقلیمي بدلونونو د عواقبو له کبله خپل ټاټوبي او شتمنۍ پریږدي.»

د شترسر په وینا د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په تیر کال کې ۴۰۰ میلیونه یورو له هیواد څخه د باندې د بشري مرستو له پاره په اختیار کې ورکړي دي او د دغو مرستو لویه برخه د هغو کسانو له پاره په پام کې نیول شوې ده چې د تیښتې په حال کې دي.

د آلمان د پراختیایي چارو وزیر گیرد مولر; په وینا هیواد یې په تیرو ۱۸ میاشتو کې یوازې د سوریې او عراق د کډوالو له پاره ۶۵۰ میلیونه یورو په نظر کې نیولي دي. زیاته شوې ده چې تر ټولو لومړی دغې مرستې په اردن او لبنان کې د کډوالو د بیړنیو مرستو په ۱۵۰ پروژو کې لگول شوي دي.