1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګډ دفاعی سيستم د ناتو د بروکسل د غونډي مهمه موضوع وه

۱۳۸۹ مهر ۲۳, جمعه

د ناټوعمومی منشی :«زه دا انتظار لرم چې د لزبن په غونډه کې ګډ د توغندي دفاعی سیستم فیصله شي او دا به يوه روښانه نښه وي چی د سپما په وخت کې هم د دي توانايې لرو چی خپل دفاعی سیستم پیاوړی کړو.»

https://p.dw.com/p/Pej0
د ناتو عمومی منشی اندرز فوګ رازموسن
د ناتو عمومی منشی اندرز فوګ رازموسنانځور: AP

د ناټو غړو هيوادونو په ليدنه کتنه کې المان د توغنديو د ګډ دفاعي سیستم هيله مند دي. 11 کاله دمخه د اخرنې ځل د پاره د ناټو د غړو هيوادونو د دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو يوه ليدنه کتنه کړي وه. په هغه وخت کې دغه اوسني د ستراتيژي بنسټيزه رامينځ ته شوه خو اوس داسي ښکاري چې ددغي ستراتيژي وخت تير شوي وي.

همدغه خبره د المان د دفاع وزير هم کوي دي وايې.« يوي نوی بنسټيزي ستراتيژي ته اړتيا بريښي ، ځکه چې مونږ په هغه یو بنسټ پيل کار کوو چی په اصل کې 1999 کال حالاتو سره مونږ په تړاو کې راولي او دا هم بايد په ډاګه شي چې نړۍ د هغه وخت څخه تر ننه پوري پوره تغير موندلي دي. يو ګڼ شمير مسایل پکې نوي دي. مونږ بايد تری ځان وساتو. خو ناټو بايد دا په خپله بنسټيزه کې داخله کړي.»

يو د دغو مسايلو څخه نړيواله ترهګري ده چی دا د ناټو د پاره يو چيلينج دي. سربيره پردي انترنيټي بريدونه يا حملي چې د کمپويټر د «هاکر» یا برید کونکو د لاري څخه د دولتونو د شرکتونو او د انرژي د توليد ځايونه په ټپه دروي.

که څه هم دولتي خزاني خالي دي، دناټو عمومی منشی راسموسن هڅه کوي، په ګډه سره د توغنديو د دفاع سیستم په تړاو غړو هيوادونو ته قناعت ورکړي. پدي تړاو وروستی ټکي بايد د نومبرپه مياشت کې د ناټو په ستره غونډه کې په لزبن کې د دغو هيوادونو دولتي او حکومتي مشران په ګوته کړي.

پدي هکله د ناټو مشر وايې: «زه دا انتظار لرم چې په غونډه کې بايد د توغنديو د دفاع سیستم فیصله شي او دا به يوه روښانه نښه وي چې مونږ چمتو او تيار يو چې د سپما په وخت کې هم د دي توانايې ولرو چې ځانونه ښه کړي شو.»

دغه دفاعي سيستم بايد د ايران د توغنديو د بريدونو دفاع وکړي شي. اګر چې دغه پروژه د ډيري مودي راهيسي په المان کې هم د شخړي سره مل ده. خو پدي هکله د المان د دفاع وزير خپل نظر داسي په ډاګه کوي: «مونږ دغه سيستم ته په بشپړ توګه په ښه نظر ګورواو پدي باور يو چې بي وسلي کول يو ډير اړين او مهم ټکي دي.»

د المان حکومت غواړي چې متحدين په يوه لاره برابر کړي او په ځانګړي ډول د اټومي بي وسلي کولو په تړاو. له همدي کبله المان هڅه کوي چې د امريکایانو اټومي وسلي چې په المان کې ځاي په ځاي دي، د مينځه ويسي. خو پدي تړاو يو څه هيوادونه شکمن دي. د بيلګي په توګه فرانسه دا ډار لري چې دوي باندي به هم فشار لا زیات شی چې په خپلو اټومي وسلو کې کمي راولي.

د فرانسي د دفاع وزير هيرفه مورين د توغنديو د دفاع سيستم د

«ماګينوټ ليکي» نومی پلان سره مشابه کوي کوم چې فرانسي هیله درلوده د دوهمي نړيوالي جګړي په ترڅ کې ځان د الماني توغنديو څخه ځان وساتی.

خو د هغه امريکايې سيال رابرټ ګيټس د المان د وړانديزونو څخه ډيره طمعه نلري دي وايې: ما تر اوسه پوري د توغنديو د دفاع د سيستم او د اټومي بيوسلي کولو ترمينح څه ندي اوريدلي. سربیره پر دی يو ګڼ شمير وينا والو وویل: تر هغه پوري چی مونږ په يوه داسي نړۍ کې ژوند کوو چی هلته اټومي وسلي موحودی وی مهمه ده چې ناټو د يوي واحدي ټولني په څير چې اټومي وسلي ولري پاتي شي.»

اروپايان، امريکايان او د ناټو مشر پدغه ليدنه کتنه کې دا هخه وکړه چې د خپلو دفاعي ځواکونو زياتو خرچو ته غړي هيوادونه وهڅوی. د دی لپاره چې د ناټو دفاعي قدرت قوي کړي شي په بدل کی د ناټو اداري سیستم لګښتونه کم کړای شي. له همدي کبله بايد د مرکزي ادارو او په دغو ادارو کې د کارکونکو د شمير کچه يو پر دريمه برخه راټيټ کړي شي.

د ناتو د نمايندګيو شمير د 14 نه دريو ته راټيټ کړي شي داچې د کومو ځايونو څخه بايد پيل وشي او کوم ځايونه و تړل شي دا لا تر اوسه پوري پوره جوته نده.

هسلبخ/شیرین ګردیوال

کتونکی: عبدالباری حکيم