1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ګل مکۍ»، د ملاله یوسفزۍ پر ژوند هندي فلم

۱۳۹۶ بهمن ۳, سه‌شنبه

د لومړۍ ځل له پاره بالیووډ، د نوبل جایزي ګټونکي ملالي یوسفزۍ پر ژوندانه باندي د «ګل مکۍ» په نوم فلم جوړوي. په دغه فلم کې د ملالي جرأت، زړورتیا او د ریښتني واقعاتو د وړاندي کولو هڅه کیږي.

https://p.dw.com/p/2rLFA
Screenshot - Reem's neuer Film Malala Yousafzai Biopic- Gul Makai
انځور: Twitter/sameershaikh_7

اوس مهال د دغه فلم شوټنګ، یا صحنو د ثبتولو لړۍ د هند تر ولکې لاندي کشمیر کې ادامه لري. امجد خان د دغه فلم د جوړولو چاري پر مخ وړي او آنند کمار د فلم پروډیوسر دی.

د ملاله نقش د هند تلویزوني هنرمنده ریم شیخ لوبوي او دیویا دته بیا د ملالې د مور نقش لوبوي. پر دې سربیره مکیش رشي، ابهیمنیو سنګ او اعجاز خان د فلم نور مهم لوبغاړي دي.

د فلم جوړونکي امجد علي خان په خبره دغه فلم د ملالي یوسفزۍ د هغه سفر کیسه ده چې په سوات دره کې له یوه ښوونځي پیلیږي او تر ټولو په کوچني عمر کې د سولي د نوبل جایزې تر ترلاسه کولو پوري رسیږي. هغه ویلي دي چې د دغه فلم ډیري برخې لا تر مخه په ممبۍ او د ګجرات ایالات په بیلا بیلو سیمو کې اخیستل شوې دي او په کشمیر کې د هغې پر وروستۍ برخې کار کیږي. امجد علي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي: «د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان د پوځ او ولس مبارزه، د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې د ولس، پوځ او ملالي یوسفزۍ ټینګ هوډ په څیر موضوعات هم د فلم برخې دي.» د امجد خان، په خبره د کشمیر ځایي خلک د فلم د صحنو د ثبتولو په برخه کې ډیره مرسته کوي او د ملالي د ښوونځي د ملګرو په نقش کې د دې ځای د ښوونځي نجوني اخیستل شوي دي.

د شل کلنې ملالي یوسفزۍ نقش لوبونکي ځوانه ریم شیخ د تلویزون مشهوره هنرمنده ده چې په ۲۰۰۹م کال کې یې د ماشومانو په رول کې د خپل مسلکي ژوند پیل کړی وو. هغې په «دیا اور باتي»، «یه رشته کیا کهلاتا هی» او ځینو نورو سریالونو کې ډیر شهرت وموند.

USA Film Malala - Ihr Recht auf Bildung Premiere Malala Yousafzai
په نړیواله کچه د تعلیم په برخه کې د ملاله یوسفزۍ هڅې ستایل کیږيانځور: picture-alliance/Geisler/D. Van Tine

د ریم شیخ په خبره هغه د ملالې شخصیت ډیر خوښوي: «ملاله خو زموږ د ټولو نجونو له پاره په مرمۍ ولګیده، زه د هغې له شخصیت څخه ډیره اغیزمنه یم. زه هیله منده یم چې د هغې نقش په ښه شان ولوبوم».

د فلم نوم ولې ګل مکۍ دی؟

دا ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷م کلونو کې چې په سوات کې د طالبانو له لوري د ښوونځو د ورانولو رپوټونه هره ورځ ورکول کیدل او هر لوري ته د ډار فضا وه. په دغه موده کې د بي بي سي اردو څانګې پر خپله انټرنیټ پاڼه د نورو خبرو تر څنګ د ښوونځي له یوې زده کوونکي د ورځني ژوند د یادښتونو د خپرولو لړۍ پیل کړه. دغه یادښتونه د ګل مکۍ په نوم، یوې زده کوونکي لیکل.

په لومړي سر کې په دې څوک نه پوهیدل چې ګل مکۍ څوک ده، خو بیا وروسته د همدغو یادښتونو له مخې هغې شهرت وموند او په خپله سیمه کې یې د ماشومانو د تعلیم له پاره هلې ځلې پیل کړې.

بیا وروسته معلومه شوه چې په اصل کې دغه یادښتونه ملالي یوسفزۍ لیکل. نو له دې کبله د دغه فلم نوم هم ګل مکۍ ایښوول شوی دی. ملالي یوسفزۍ د ماشومانو په ځانګړې توګه د نجونو د تعلیم له پاره غږ پورته کړ چې طالبانو یې مخالفت کاوه. د دغې مبارزې په ترڅ کې چې کله ملاله یوه ورځ له ښوونځي څخه خپل کور ته راستنیده، نو د طالبانو له لوري پرې برید وشو هغه سخته ټپي شوه او د درملنې له پاره بیا وروسته بریتانيا ته ولیږدول شوه.

صلاح الدین زین، نوی ډهلی

زموږ له آرشیف څخه: