1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګروسمن: په افغانستان کي د سولي له پاره قوي ملاتړ شته

۱۳۹۰ بهمن ۳, دوشنبه

د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي مارک ګروسمن، د یکشنبې په ورځ د ولسمشر حامد کرزي سره تر لیدلو وروسته ویلي دي چي افغانستان ته ئې د خپل سفر په ترڅ کي« د سولي له پاره قوي ملاتړ موندلی دئ.»

https://p.dw.com/p/13oCq
مارک ګروسمن له دې مخکې هندوستان ته هم سفر کړی وو.
مارک ګروسمن له دې مخکې هندوستان ته هم سفر کړی وو.انځور: AP

د ګروسمن دغه سفر په داسي وخت کې تر سره کيږي چي څه موده وړاندي طالبانو په قطر کې له واشنګټن سره د خبرو اترو له پاره د یو سیاسي دفتر پرانیستل و منل.

د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ویلي دي چي که چیري ولسمشر کرزی موافق وي نو دغه خبري به په څو اوونیو کي پيل شي.

ګروسمن د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له معین جاوید لودین سره په ګډه خبري غونډه کي وويل:

« هڅه شوې ده چي له طالبانو سره د خبرو اترو له پاره هغوی ته په قطر کي يو دفتر پرانيستل شي.»

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت معین جاوید لودین، ویلي دي چې افغان دولت په قطر کې د طالبانو له دفتر څخه ملاتړ کوي او زیاته ئې کړه چې د قطر هیواد یو دولتي پلاوی به په نزدې ورځو کې کابل ته سفر وکړي.

ګروسمن زياته کړه: «له طالبانو سره د خبرو اترو له پاره موږ هم له هغوی څخه په واضح ټکو کي اعلامیه غواړو. هغوی باید له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي او له القاعدې سره خپلې اړیکي پرې کړي.»

هغه یو وار بیا دا خبره تکرار کړه چې د طالبانو له لوري له ګوانتانامو زندان څخه د طالب بندیانو د خوشي کولو د غوښتني په اړه واشنګټن لا کومه پریکړه نه ده کړې.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن، ګروسمن کابل ته لیږلی وو چي د قطر د پرمختګ په اړه ولسمشر کرزی خبر کړي. تر دې د مخه داسې انګیرني وې چې ولسمشر اندیښنه لرې چې گويا د قطر په خبرو اترو کې څنډي ته شوی دئ.

واشنګټن هر وخت دا خبره کوي چې له طالبانو سره هر ډول خبري اتري چي جګړې ته د پای ټکی وي، هغه وخت تر سره کیدای شي چې د افغان دولت رضائیت پکښي شامل وي.

ګروسمن په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چي لکه څنګه چې د بهرنیو چارو وزیرې تیر کال ویلي ول موږ له افغان دولت سره د سولي د خبرو اترو په برخه کې نژدې همکاري لرو.

ګروسمن دا هم ویلي دي چې د پاکستان له همکارۍ پرته د سولي پروسه نسي بريالۍ کيدلای. امریکایي چارواکي د پاکستان د رول په اړه اندیښنه لري او هغوی په دې باور دي چې د پاکستان استخباراتي اداره د افغانستان په دننه کې د سخت دریځو طالبانو سره اړیکي لري.

ګروسمن نن دوشنبه « د ۲۰۱۲ کال د جنوري د میاشتي ۲۳مه» د قطر په لور روان شو.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل