1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګروسمن: پاکستان باید په سوله کي مرسته وکړي

۱۳۹۰ مرداد ۱۲, چهارشنبه

د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ايالاتو ځانګړی استازي، مارک ګروسمن په اسلام اباد کی له خبرو څخه وروسته وویل، د افغانستان ګاونډیان نه یواځې د پخلاینې په پروسه بلکه د سیمی په سیاسی او اقتصادی ثبات کی هم مهم نقش لوبوی

https://p.dw.com/p/129sZ
د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی مارک ګروسمن
د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی مارک ګروسمنانځور: picture alliance/dpa/dpaweb

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي مارک ګروسمن پر پاکستان غږ کړې چي په ګاونډي هیواد افغانستان کي دې د روغې جوړې د پروسي څخه ملاتړ وکړي. دا پداسي حال کي ده چي په افغانستان کي د لس کلنۍ جګړې وروسته بهرني ځواکونه د افغانستان څخه وتو ته چمتووالې نیسي.

د اسلام آباد څخه څو کیلومتره وړاندې د یوې پوځي چاوڼې تر څنګ د اسامه بن لادن تر وژل کیدو وروسته د واشنګټن او اسلام آباد اړیکي ډیرې ترینګلې شوي دي، خو ګروسمن له اسلام آباد څخه غوښتي چي د افغانستان څخه د امریکا د متحده ایالاتو د پوځونو د وتلو د ستراتیژي په بریالیتبوب کي دی مرسته وکړي.

ګروسمن پلازمیني اسلام آباد ته د خپل سفر په ترڅ کي په افغانستان کي د پخلایني په پروسه کي د پاکستان د ځانګړي نقش لوبولو په سر رڼا اچولي، پداسي حال کي چی افغان مشران او نړیواله ټولنه د طالب اورپکو سره په خبرو غور کوي.

ګروسمن وویل: « د افغانستان ګاونډیان او نږدي ګاونډیان نه یواځې د پخلاینې د پروسي په ملاتړ کې ډير مهم نقش لري بلکې د سیمي په اقتصاد کي هم.»

په پاکستان کي د یوي پوځي چاوڼي تر څنګ د بن لادن تر موندنې او وژل کیدو وروسته هم پاکستان د امریکا د متحده ایالاتو د تروریزم پر ضد ګډه جګړه کي نږدي ملګري دي. خو پاکستان دغو عملیاتو په غصه کړي وو او ویلي وو چي له دوي څخه دغه عملیات پټ ساتل شوي ول.

تر دې وړاندې هم امریکا متحده ایالات پاکستان ته په دی سترگه کتلی دی چی دغه هیواد د سیمي په بي ثباتي کی نقش لري، ځکه چی په افغانستان کي فعاله اورپکي او ترهګر د پاکستان په قبایلي سیمو کي پټڼځایونه لری.

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري د مارک ګروسمن سره د دوشنبي په ورځ په اسلام آباد کي ولیدل. زرداري ګروسمن ته وویل: که چیرې امریکا متحده ایالات ترینګلي شوې اړيکي بیرته رغول غواړي نو د اسلامي اورپکو پرخلاف ګډه جګړه کی باید د دواړو هیوادونو همکارې په واضحه او روښانه شرطونو ولاړي وي.

د دوشنبي د ورځي د خبرو وروسته د ولسشمر د دفتر له خوا په خپره شوي خبر پاڼه کي راغلي « د تروریزم پر ضد د ګډې همکارې د روښانه تعریف شوو او مستندو شرایطو څخه پرته ښایې سړی ونه شی کړای چی په یو مناسبت وخت کي مناسب تصمیم ونییسی او دا ښایی د دواړو هیوادونو خپل منځي اړیکو ته تاوان ورسوي.»

امریکا متحده ایالاتو په پاکستان زور راوړي ترڅو د افغانستان پولي ته څیرمه د پاکستان په قبایلي سیمه کي د جنګیالیو د پټنځایونو پر ضد ځمکني پوځي عملیات تر سره کړي. ډیر څیړونکي په دي آند دي چی جنګیالي د پاکستان د استخباراتي کړیو د ځینو کسانو ملاتړ د ځانه سره لري.

اژانسونه/ سیدریاض
کتونکي: عبدالباري حکیم