1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کال تر پایه د تړون لاسلیکیدل حتمي نه دي»

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ آذر ۲۵, دوشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي، حتمي نه ده چې امنیتي تړون دې د روان کال تر پایه پورې لاسیک شي. هغه همداراز روښانه کړې ده چې آن د افغانستان راتلونکی ولسمشر کولای شي دغه تړون له واشنګټن سره لاسلیک کړي.

https://p.dw.com/p/1AaAr
US-Außenminister John Kerry in Israel
انځور: picture-alliance/dpa

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د یکشنبې په ورځ وویل چې افغان ولسمشر حامد کرزی، د واشنگټن-کابل تر منځ د امنیتي تړون د لاسلیکولو له پاره نور وخت هم لري. کیري په خپلو خبرو کې د دغه تړون پر ژر تر ژره لاسلیکدو باندې یو ځل بیا ټینگار وکړ خو دا خبره یې هم روښانه کړه چې ضروري نه ده چې امنیتي تړون دې د راتلونکي کال تر جنوري میاشتې پورې لاسلیک شي.

کیري په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې امنیتي تړون کیدای شي ان د افغانستان د راتلونکي ولسمشر له خوا له امریکا سره لاسلیک شي. پلان شوې ده چې په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال د اپریل په میاشت کې ولسمشریزې ټاکنې وشي.

د کابل-واشگټن امنیتي تړون له مخې به یو شمیر امریکایي ځواکونه تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې اډې ولري. تر دې مخکې امریکايي چارواکو ټینگار کاوه چې دغه تړون باید د روان کال تر پایه پورې د ولسمشر کرزي او یا هم کوم بل لوړپوړي افغان چارواکي له خوا له امریکا متحده ایالاتو سره لاسلیک شي.

امریکا متحده ایالاتو پخوا گواښ کړی وو چې که افغانستان له دې هیواد سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي نو خپل ټول ځواکونه به له افغانستان څخه راوباسي.

کیري له ABC تلویزیون سره په يوه مرکه کې د امنیتي تړون پر ژر تر ژره لاسلیکیدو باندې ټینګار وکړ او ویې ویل: «که امریکايي ځواکونه هلته نه واي، نو افغانستان به په امنیتي برخه کې له ډیرو ننګونو سره مخامخ وای.»

کیري دا خبره هم روښانه کړه چې افغان ولسمشر او یا هم د راتلونکو ټاکنو له لارې د هغه ځای ناستی به دغه تړون لاسلیک کړي. کیري وویل: «خو... زه فکر کووم چې حامد کرزی او یا هم د هغه ځای ناستی به دغه تړون لاسلیک کړي ... زه فکر فکر کوم چې هغه [حامد کرزی] باید دغه تړون لاسلیک کړي.»

کله چې له کیري څخه وپوښتل شو چې ایا حتمي ده چې ولسمشر کرزی امنیتي تړون د روان کال تر پایه لاسلیک کړي، کیري په ځواب کې وویل: «نه.»

په وروستیو وختونو کې د ولسمشر کرزي او امریکايي چارواکو اړیکي ترینګلې شوې دي. کرزي تر دې مخکې ویلي وو چې امریکایان پر هغه، او هغه پر امریکایانو باندې اعتماد نه لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، هم په خپله مرکه کې وویل چې هغه له ولسمشر کرزي سره په مستقیم ډول خبرې نه کوي، بلکې د افغانستان د کابینې د یوه وزیر له لارې له افغان ولسمشر سره خپله اړیکه ټینګه وي.

کیري په خپله مرکه کې وویل چې ولسمشر کرزي هغه ته پخپله او د خپل وزیر له لارې ویلي دي چې د امنیتي تړون د متن په اړه کومه ستونزه نه لري او په هغه کې به بدلون را نه ولي.

ولسمشر کرزی د واشګټن-کابل تر منځ امنیتي تړون د لاسلیکولو له پاره څو مشخص شرطونه لري. کرزي د افغانانو د کورونو د تلاشي او پر هغوی باندې د بمباریو بندول غواړي او همداراز ټینګار کوي چې امریکا باید د تړون تر لاسلیکولو مخکې په افغانستان کې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب