1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کیري د امنیت شورا له پریکړې دفاع وکړه

۱۳۹۵ دی ۹, پنجشنبه

جان کیري د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د خپل دریځ دفاع وکړه. هغه زیاته کړه چې امریکا په اشغالي سیمو کې د اسرائیلي ښارګوټو جوړنې د بنديدو په اړه پریکړه د خپل هیواد د سیاسي موازینو پر بنسټ کړې.

https://p.dw.com/p/2UzJq
USA Außenminister John Kerry zu Lage in Nahost
انځور: Getty Images/Z. Gibson

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري اعلان وکړ چې یو د بل په ګاونډ کې د دوو مستقلو هیوادونو اسرائیل او فلسطین حل لاره په منځي ختیځ کې دوامداره سولې ته د رسیدو یوازنۍ لاره ده.

کیري په واشنګټن کې وویل چې همدا دلیل وو چې امریکا متحدو ایالاتو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ رای ګیرۍ کې له پریکړه لیک سره مخالفت و نه کړ او ممتنع رای یې ورکړه. هغه وویل چې: «د امریکا هدف دا دی چې په منځني ختیځ کې د دوو مستقلو هیوادونو رامنځته کیدو ته لاره خلاصه پاته شي.»

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي سامانتا پاور، هم په امنیت شورا کې د رای ګیرۍ پر مهال ټینګار کړی وو چې امریکا هم ځان د اسرائیلو د امنیت له پاره ژمن بولي او ممتنع رای د اسرائیلو په ګاونډ کې د یو مستقل فلسطیني هیواد رامنځته کیدو او په منځني ختیځ کې پایداره سولې ته په رسیدو کې د ټینګار په معنی ارزیابي کوي.

د ترامپ او نتانیاهو سختې نیوکې

د امریکا ممتنع رای د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د اسرائیلو د استازې له ډیرې سختې نیوکې سره مخامخ شوه. تر رای ګیرۍ مخکې ورځو کې هم د اسرائیلو لومړی وزیر او هم د امریکا متحدو ایالاتو منتخب ولسمشر دونالد ترمپ په امنیت شورا پریکړه لیک ته د امریکا د منفي رای د ورکړې غوښتنه کړې وه، خو د اوباما حکومت پریکړه کړې وه چې د پریکړه لیک ملاتړ کوي.

د کیري تر وینا وروسته نتانیاهو وویل چې دغه څرګندونې ډیري ناهیلې کوونکي دي او د اسرائیلو له ګټو سره په دښمنۍ کې حسابیږي.

د امریکا متحدو ایالاتو منتخب ولسمشر دونالد ترمپ د چهارشنبې په ورځ (د دسمبر میاشتې ۲۸) د امریکا پر اوسني ولسمشر بارک اوباما ډیري سختې نیوکې وکړې او تر څنګ یې ژمنه وکړه چې د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ په ۲۰ د امریکا د ولسمشرۍ مسئولیت تر پيل وروسته به د اسرائیلو ملاتړ جاري وساتي. ترمپ په خپل تویتر کې اسرائیل د خپل هیواد تر ټولو لوې دوست بللی.

د اشغال شوو ځمکو دایمي اشغال

جان کیري د چهارشنبې په ورځ په خپله وینا کې زیاته کړه چې امریکا لیوال دی چې اسرائیل په راتلونکي کې وتوانیږي: «د یهودانو د دیموکراتیک هیواد په توګه د خپلو ګاونډیو تر څنګ په سوله او امنیت کې ژوند وکړي.»

کیري همدارنګه ټینګار وکړ چې په اوس وخت کې د دوو هیوادونو د تشکیل طرحه په جدي توګه له خطر سره مخامخ ده. هغه خبرداری ورکړ چې د روانې وضعې دوام په دې معنی ده چې«د اسرائیلو له خوا اشغال شوو سیمو اشغال دایمي شي.»

په تیرو ۳۷ کلونو کې د امنیت شورا یوازنی پریکړه لیک

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ (د دسمبر میاشتې ۲۳) د یوه پریکړه لیک په ترڅ کې په فلسطیني سیمو کې د اسرائیلو له خوا د ښارګوټو جوړونې د بندولو غوښتنه وکړه. امریکا متحدو ایالاتو د تمې خلاف پریکړه لیک ویتو نه کړ او هغه ته یې ممتنع رای ورکړه. د امنیت شورا ۱۴ نورو غړو دغه پریکړه لیک ته مثبته رای ورکړه.

د لومړي ځل له پاره د امنیت شورا د امریکا له وتو پرته د اسرائیلو د ښارګوټو جوړول وغندل او له اسرائیلو یې وغوښته چې دا کار ودروي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا په فلسطیني سیمو کې د اسرائیلو د ښارګوټو جوړونه له نړيوالو حقونو څخه سرغړونه او د دوو دولتونو حل لارې مخ يې ته خنډ وباله.

په اوس وخت کې ۴۳۰ زره اسرائیلیان د اردن سند پر لویدیځه څنډه او ۲۰۰ زره نور یې د بیت المقدس په ختیځ اشغال شویو سیمو کې ژوند کوي. د ښارګوټو جوړونه د فلسطین او اسرائیلو تر منځ د سولي خبرو اترو مخ ته لوي خنډ ګڼل کیږي.

نور مطالب: