1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«کیدای شي افغانستان هم د داعش یوه اډه وگرځي»

آژانسونه۱۳۹۳ بهمن ۲۲, چهارشنبه

د امريکا متحدو ایالاتو د استخباراتي ادارې (CIA) یوه پخواني چارواکي خبرداری ورکړی چې له افغانستان څخه د نړیوالو عسکرو تر وتلو او د نړۍ نورو سیمو ته په پام اړوني سره، ښايي دغه هیواد بیا د افراطي اسلامپالو په ټاټوبي بدل شي.

https://p.dw.com/p/1EZOv
انځور: picture-alliance/AP

د امریکا متحدو ایالاتو د مرکزي استخباراتي ادارې (CIA) یوه پخواني لوی مامور رابرت گرینیر، چې پخوا په اسلام آباد کې د دغي ادارې رئيس وو او اوس یې یو کتاب لیکلی دی، ويلي دي، چې د افغانستان روان وضعیت د اندیښنې وړ دی.

گرینیر ويلي دي چې دا خطر شته چې دغه هیواد هم د ترهگري ډلي «اسلامي دولت» جنگيالیو په یوه پټنځای بدل شي.

هغه د «۸۸ ورځي کندهار ته» په نوم د خپلو خاطراتو یو کتاب لیکی دی، چې پکښې د هغو شپو او ورځو تجربې یادې کړي دي چې څرنگه يې په ۲۰۰۱م کال کې د سپتمبر د یولسمي تر پيښي وروسته په افغانستان کې د طالبانو رژیم په نسکورلو کې مرسته وکړه.

هغه د «نیو امریکا» په نوم څېړندوی مرکز له خوا یوې جوړی شوي معلوماتي غوندې ته وویل: «زه فکر کوم (په افغانستان کې د ترهگرو) یو راتلونکی احتمالي خوندي ټاټوبی، ښايی د سپتمبر د یولسمي پیښي دمخه په پرتله ډير زیات خطرناک وي.»

گرینیر وویل چې هغه گومان نه کوي، افغان طالبان دې د پاکستاني طالبانو او یا د «اسلامي دولت» ډلي یا داعش په څېر د نورو افراطيانو مخالفت وکړي، که چیري له هغوی څخه د پناه ځاي غوښتنه وشي.

هغه وویل: «په پاکستان کې داسي ډلي شته چې هغوی په اسلام اباد کې د رژيم پر ضد د حملو له پاره ځان وقف کړي، هغوی له خپل هوډ څخه مخ نه اړوي.»

د گریینر په نظر، طالبان یوازي «تور او سپین» پیژني، هغوی هر تصمیم چې نیسي يوازي دا فکر کوي چې آیا هغه «له اسلام سره برابر دی او که نه.»

د CIA دغه پخواني چاروکي وویل چې فکر نه کوي «طالبان دي هغو کسانو ته شا وروگرځوي چې د پولي ها غاړي کې له دوی سره فکري تړاو لري»

هغه زیاته کړ: «او نه هم زه دا فکر کوم چې هغوی دې نورو نړیوالو ترهگرو ته شا ور وگرځوي، که چیري هغوی بیرته دغي سیمي ته راستانه شي. زه فکر کوم، که چيري حالت خراب شي، ښايي هغوی بیرته هلته ستانه شي.»

د طالبانو مشر د حملې هدف

د امریکا د استخباراتي ادارې دغه مامور د خپلو خاطراتو په کتاب کې په دې هکله هم معلومات ورکړي دي، چې په ۲۰۰۱م کال کې څرنگه د «دیرشو دقیقو» په جريان کې د طالبانو مشر ملا محمد عمر له امریکايي هوايي بریده ژوندی ووت، او څرنکه نژدې و چې حامد کرزی د امریکا په هوايي ببماریو کې ووژل شي.

سر بیره پردې هغه په خپل کتاب کې دا هم لیکلي دي چې د سپتمبر د یولسمي تر پیښي وروسته د طالبانو د مشرتابه له یو دوهم درجه چارواکي سره په اسلام اباد کې په یوه هوتل کې ولیدل او هڅه يې وکړه چې هغه قانع کړي، څو له ملا عمر څخه جلا شي او د هغه پر ضد کودتا وکړي. خو هغه ويلي دي چې دغه هڅه ناکامه شوه.

د CIA دغه پخواني چارواکي، څېړنیز مرکز ته د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې هغه شک لري چې له طالبانو سره دي د سولي خبري کومه نتیجه ورکړي. هغه وویل: «دا ځکه چې هغوی فکر کوي چی کولای شي حکومت نسکور کړي او بیرته به په کابل کې قدرت ونیسي.»

هغه یادونه وکړه چې طالبان داسي یوه ډله نه ده چې د یوې سیاسي واکمنې له پاره دي جوړه وي او یا دې په پارلماني دیموکراسۍ کې برخي اخیستو ته لیوالتیا ولري.

گرینیر چې په ۲۰۰۶م کال کې تر خپلي استعفا دمخه په CIA کې نورو مقامونو ته هم رسیدلی دی، په خپل کتاب کې کیسه کوي چې امریکا څرنگه په چټکۍ سره په ۲۰۰۱م کال کې هغه څه وگټل چې په خپل کتاب کې يې د «امریکا- افغان لومړۍ جگړه» نومولې ده او دا يې هم ویلي دي چې «څرنگه موږ د امریکا- افغان دوهمه جگړه بایلوله يا مو رښتیا هم ونه گټله.»

د گرینير د خاطراتو کتاب په دې خبرداري سره پای ته رسول شوی دی چې «که چیري موږ د امریکا – افغان دریمي جگړې ته بیرته مجبوره شو، څرنگه به د تیرو وختونو تيروتني تلافي کوو.»

دا چې په راتلونکو دوو کلونو کې به د امریکا متحدو ایالاتو محدود شمیر پوځي ځواک بیرته په بشپړه توگه وځي، دCIA دغه پخواني مامور وویل داسي اندیښنه لري چې داسي نه چې، د امریکا متحد ایالات او نور لویدیځ حکومتونه له افغانستان څخه تر وتلو وروسته، نور د دې توان ونه لري چې کابل ته مالي مرستې ورکړي او بیا هلته حکومت یوازي پرې ښوول شي.

د گرینير کتاب، د طالب یاغیانو پر ضد یوې لسیزي جگړې میراث ته تور نظر کړی دی. هغه لیکي: «د ميلیاردو ډالرو لگښتونو او زیاتو انساني قربانیو سره سره، موږ کومه ستره بريا نه لرو، هغه څه چې مو لاس ته راوړي هم دي، ښايي زموږ تر بشپړ وتلو دمخه يې لا له لاسه ورکړو.»