1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ککړې اوبه هره ورځ 4500 تنه ماشومان وژني

حسن » بری «۱۳۸۵ فروردین ۱۶, چهارشنبه

د ملگروملتونوله ماشومانوسره د مرسته کونکې ټولنې يونيسف د څرگندونوله مخې، په نړۍ کې هره ورځ 4500 تنه ماشومان، د ککړواوبو د څښلوله امله مړه کيږي. د اټکلونوله مخې، 400 ميليونه ماشومان د اوبو د لږوالي اوناکافي روغتياساتنې ياحفظ الصحې له امله ځوريږي. د نړۍ هرشپږم انسان ته ترنن ورځې پورې لا پاکې اوبه نه رسيږي او د نړۍ د ټولوانسانانوڅه کم نيمايي برخه مجبوره ده چې، له کنارابونو اوتشنابونوپرته ژوند وکړي.

https://p.dw.com/p/DMrf
انځور: AP

د نړيوالې ټولنې هدف: که څه هم چې نړيواله ټولنه غواړي چې تر 2015 ميلادي کال پورې، د اوبولږوالی يا قلت 50% له مينځه يوسي، خو يونيسف فکرکوي چې، آسيا او افريقابه د زريزې دغه لوی هدف ته ونه رسيږي. دغه هدف ته د رسيدولپاره، بايدپه راتلونکوکلونوکې، يوازي د بې وزلو د هستوگنځيو څه باندې يوميليارد وگړوته، پاکې اوبه او د روغتياساتنې سامانونه ورسول شي.

په ځانگړې توگه بيا نجونې ځوريږي: د اوبو د لږوالي او د روغتياساتنې د خرابوشرايطوله امله، په ځانگړې توگه بيا نجونې ځوريږي. د هغوۍ گڼ شميرمجبورې دي چې، د يوه ټيم، سطل يا منگي اوبولپاره، هره ورځ په ساعتونوساعتونومزل وکړي. اوڅرنگه چې په گڼ شميرښوونځيوکې د نجونواوهلکانولپاره بيل بيل تشنابونو نشته، لويونجونوته اکثراً اجازه نه ورکول کيږي چې ښوونځيوته لاړې شي.

هره ورځ 63 ميليارده ډالره اقتصادي زيان: د اوبواوروغتياساتنې خطرناک حالت، ډيرې خرابې اقتصادي پايلې لری. د اټکلونوله مخې، يوازې په افريقاکې هرکال د اوبو د راوړلولپاره، 40 ميليارده د کار د وخت ساعتونه له لاسه ورکول کيږي. داسې اټکل کيږي چې، د اوبو د لږوالي له امله، د ښوونځي د وخت د ناغه شويوساعتونوپه سبب د اقتصادي توليد زيان، هره ورځ 63 ميليارده امريکايي ډالروته رسيږي.