1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کډوال د اروپا د سختې یخنۍ له گواښ سره مخامخ دي

۱۳۹۴ مهر ۱۰, جمعه

په اروپا کې هوا مخ پر سړیدو ده، او دغه براعظم ته راتلونکي کډوال د لارې په مسیر کې په مختلفو ځایونو کې بند پاته دي. که دغه کډوال مناسبو کمپونو ته ونه رسول شي، نو د یو انساني ناورین رامنځته کیدو خطر موجود دی.

https://p.dw.com/p/1Ghco
انځور: picture-alliance/epa/I. Kupljenik

په داسې حال کې چې په اروپا کې هوا په پرله پسې ډول مخ پر سړیدو ده، د سربستان او کرويشيا کډوال خپل راتلونکي منزل(اروپا) ته د رسیدو په مسیر کې دي. ویل کیږي چې د جنوبي آسیا، منځني ختیځ او افریقا د مهاجرینو له پاره به د اروپا د یخنې زغمل ناممکنه وي. ډېر مهاجر تر شنه آسمان لاندي ژوند تیروي. د دوی ځیني د سړې هوا له پیلیدو سره د تبې او زکام په ناروغۍ اخته شوې دي.

د سربستان او کرويشيا په سرحد کې د سونو مهاجرو تر منځ یوه افغانه مهاجره حسینه انصاري هم شته. میرمن انصاري د کرويشيا په سرحد کې په خټو او چقړو کې ولاړه ده او د خپل دوه کلن ناروغه ماشوم له پاره د چای ترلاسه کولو او یوه وچ ځای ته د رسیدو کوښښ کوي.

هغه غواړي په یو نه یوه طریقه ځان سویډن ته ورسوي. له حسینه انصاري سره په سونو نور مهاجر هم گرم گرم سوپ او چای ترلاسه کولو ته انتظار باسي، خو دوی ټول له سرحده پر شاتگ ته تیار نه دي.

د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو له ادارې څخه داوور راکو (Davor Rako) وایې چې دغه کډوال د اروپایې موسم او آب و هوا سره بلد نه دي دوی له ډیرو نازکو جامو سره د اروپا پر لور روان شوې دي.

د بالکان په سیمه کې پرله پسې اورښتونو، سړې او تیزې هوا د تودوخې درجه ډیره کښته کړې ده. د اوږدې او ستونزمني لاري تر څنگ سړې هوا د مهاجرو مایوسي دوه برابره زیاته کړی ده.

له ډیرو مهاجرو سره کم عمره او کوچني ماشومان هم په دې ستونزمن سفر کې ملگري دي. مرستندویه کارکونکي له دغو مهاجرو سره مرسته کوي.

په کروشیا کې مهاجر تر شنه آسمان لاندې ولاړ دي
په کروشیا کې مهاجر تر شنه آسمان لاندې ولاړ ديانځور: Imago/BornaxFilic

دا چي د بالکان په سيمه کي هوا په ډېري چټکۍ سره مخ پر سړېدو ده، نو مهاجر به له ډیرو ستونزو سره مخامخ شي. په بالکان هیوادونو کې په نومبر میاشت کې د شپې له خوا د هوا درجه حتي منفي ته راکښته کيږي.

د سوریې، عراق او ایریتیریا تر څنگ د ځينو نورو بحران ځپلو هیوادونو مهاجر د بالکان له هیوادونو څخه په تیریدو سره اروپایې هیوادونو په ځانگړي توگه اطریش او آلمان ته د رسیدو هڅه کوي. ډیر مهاجر د ترکیې او یونان له لاري هم د بالکان هیوادونو کرويشيا او سربستان ته داخلیږي. تیره اونۍ له کرويشيا څخه سربستان ته تر ۸۷۰۰۰ زرو ډیر مهاجر ورسېدل.

ډیرو مرستندويو سازمانونو او روغتیایې ډلو له دغو کډوالو سره د مرستي لړۍ جاري ساتلې ده. د ځينو رضاکاره ډلو له خوا دغو کډوالو ته له باران څخه د ځان ساتلو له پاره مخصوصي پلاستیکي چپني او کمپلان هم ورکړل شوې دي. خو په دې کې هیڅ شک نشته چې کډوال له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي او دغه مرستي دوی له سړې هوا نه شي ژغورلای.