1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کډوالو د مونشن په عمومي تمځای کې شپه وکړه

۱۳۹۴ شهریور ۲۲, یکشنبه

د بايرن آيالت مرکز، مونشن دې ته چمتو دی چې لوی شمېر کډوالو ته هر کلی ووايي. د سپمتبر په ۶مه، ۱۳۰۰۰ کډوال راغلل. خو په کافي ډول چپرکټونه نشته، چې له امله يې د چارواکو خوب هم تښتېدلی دی.

https://p.dw.com/p/1GVkZ
د مونشن د اورگاډو ستیشن د مهاجرو په لومړي تم ځای بدل شوی
د مونشن د اورگاډو ستیشن د مهاجرو په لومړي تم ځای بدل شویانځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

د روانې مياشتې په پای کې به په مونشن کې د اکتوبرفېست په نوم مشهوره مېله تر سره شي چې آمادګي ورته نيول کيږي. ټول عام ځايونه سينګار شوي دي چې دا د مونشن د اورګاډو د عمومي تمځای سره په تضاد کې راځي ځکه چې دلته د کډوالو له پاره د تمځای په ودانۍ کې د دېوال په اوږدو چپرکټونه درول شوي دي.

دغه ښار څه باندې ۶۰۰۰۰ کډوالو ته ښه راغلاست ويلی دی، وروسته له دې چې هغوی د اتريش او هنګاري د لارې د اګست د ۳۱مې نېټې راهيسې راغلل. د مونشن چارواکي اوس په دې بوخت دي چې د تازه راغلو خلکو له پاره سرپناه او طبي امکانات برابر کړي. د بر بايرن سيمه يز مشر، کريستوف هيلنبراند وايي چې «موږ ټول ټال د ۵۰۰۰ ځايونو ظرفيت لرو. سربېره پر دې يو څو سره بېړنۍ سرپناوې هم د کډوالو له پاره موندلی شو.»

هيلنبراند زياتوي چې څه باندې ۱۰۰۰۰ کډوال يوازې د شنبې په ورځ د اتريش له زالڅبورګ ښار څخه راغلي دي. نوموړی وايي که د راغلو کډوالو شمېر په يو دم ۱۳۰۰۰ ته وخيژي، به هغوی ته کافي د خوب امکانات پيدا نه شي او هغوی به دې ته مجبور وي چې په تمځای کې پاتې شي.

د مونښن ښاروالي د آلمان په نور ایالتونو او ښارونو غږ کړې چې د مهاجرو په برخه کې ورسره مرسته وکړي
د مونښن ښاروالي د آلمان په نور ایالتونو او ښارونو غږ کړې چې د مهاجرو په برخه کې ورسره مرسته وکړيانځور: picture-alliance/dpa/A. Gebert

دا په داسې حال کې ده چې چارواکي د کډوالو له پاره خېمې لګوي او د مونشن د المبيک په لوبغالي کې هم د شپې ځايونه جوړوي.

د مونشن له پاره لويه ننګونه

د کډوالو کړکېچ د آلمان او په تېره بيا د بايرن آيالت ظرفيتونه ننګولي دي. د پوليسو صاحب منصبان په اورګاډو کې راغلي کډوال ګوري او بيا يې هغو خاصو ځايونو ته بيايي چېرته چې هغوی ډوډۍ، اوبه او طبي مرسته تر لاسه کوي.

ځيني کډوال په اروپا کې د خپلې کورنۍ غړي لري چې ورسره مرسته کولای شي، خو لويه برخه کډوال لا تر اوسه خپل حالت ته حيران دي. ګڼ شمېر هغو خلکو چې له سوريې او افغانستان څخه راغلي دي د اوږده سفر د سختيو له کبله ټکان خوړلی دی. په ځينو باندې د جرمني په لور په مختلفو هېوادونو کې پوليسو تاوتريخوالی او ربړونې تر سره کړې دي.

د مونښ ښار یواځي د نیمايی مهاجرو لپاره د خوراک او څښاک او سر پناه بندو بست کولای شي
د مونښ ښار یواځي د نیمايی مهاجرو لپاره د خوراک او څښاک او سر پناه بندو بست کولای شيانځور: picture-alliance/dpa/A. Gebert

مونشن اوس د کډوالو ډېروالي ته حيران دی او د مرستې غږ يې کړی دي. تر ټولو زيات ماشومانو سختۍ ليدلې دي. هغوی په پښو ډېر مزل کړی دی او اکثريت يې ژاړي، په داسې حال کې چې طبي پرسونل ورسره مرسته کوي. د طبي پرسونل او مرستندويانو تر څنګ ترجمانان هم په عربي او فارسي هڅه کوي چې د مهاجرينو ستونزې او ليدلي کړاونه وپوښتي. خو دا چې کډوال ډېر زيات دي، نو د دوی ظرفيت هم خپل نهايي حد ته رسېدلی دی.

د مرستې له پاره غږ

په دې ترڅ کې د مونشن ښاروال، ديتر رايتر، يو ځل بيا د آلمان په نورو آيالتونو او صدر اعظمې، انګلا مېرکل باندې غږ وکړ چې د کډوالو په پالنه کې دې ورسره وشي. رايتر وويل چې مونشن او د بايرن آيالت په يوازې ځان په تېرو لسو ورځو کې د کډوالو ناورين ته اوږه ورکړې ده او دا چې اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې نور آيالتونه هم ورته د مرستو لاس وغځوي. هغه نهيلي څرګنده کړه چې نورو ورسره همکاري ونه کړه. رايتر يو ځل بيا غږ وکړ چې د بايرن آيالت خپله «ډېر عاجل» مرستې ته ضرورت لري.