1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کيوبا: د شمالي کوريا په کښتۍ کي وسلې زموږ وې

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ تیر ۲۶, چهارشنبه

کیوبا منلې ده چې د پاناما جمهوریت له خوا په نیول شوې کښتۍ کې بار پوځي تجهیزات په دوی پورې اړه لري. تر دې مخکې د پاناما جمهوریت د شمالي کوریا یوه کښتۍ په خپل سواحلو کې درولې وه.

https://p.dw.com/p/199Rz
View of North Korean vessel Chong Chong Gang at Manzanillo harbour in Colon, 90 km from Panama City on July 16, 2013. Panama's president Ricardo Martinelli said Monday that North Korean ship captain tried to kill himself after the vessel was stopped in route from Cuba and found to have suspected missile material on board. AFP PHOTO / Rodrigo ARANGUA (Photo credit should read RODRIGO ARANGUA/AFP/Getty Images)
Panama Kanal Schiff aus Nordkorea 16.07.2013انځور: Rodrigo Arangua/AFP/Getty Images

د کیوبا د بهرنیو چارو وزارت د د سه شنبې په ورځ یوه بیانیه خپره کړه چې پکښې راغلي دي چې د پاناما په جمهوریت کې د شمالي کوریا په درول شوې کښتۍ کې۲۴۰ ټنه وسلې بار وې.

د کیوبا له خوا په خپره شوې بیانیه کې زیاته شوې ده چې دغه وسلې د توغندیو «د یوه زاړه سیستم» برخي وې چې شمالي کوریا ته د ترمیم له پاره استول کیدې. ویل شوي دي چې وسلې په کښتۍ کې تر۱۰۰۰۰ ټونه بورې لاندي ځای پر ځای شوې وې.

تر دې دمخه د جمعې په ورځ پاناما د شمالي کوریا دغه کښتۍ درولې وه او دغه وسلې یې پکښې موندلې وې. موندل شوې وسلې (د توغندیو سیستم) د پخواني شورې اتحاد د واکمنۍ پر مهال جوړي شوي دي چې د الوتکو د ويشتلو دوه سيستمه، د نهو توغندیو برخي او دوه MiG-21 ډوله الوتکې شاملې دي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس شمالي کوریا د ملگرو ملتونو د بندیزونو پر اساس اجازه نه لري چې له نورو هیوادونو څخه وسلې وارد کړي.

په پاناما کې غیر عادي وضعیت

د پاناما چارواکو لومړی دغه کښتۍ د مخدره موادو د موندلو په موخه درولې وه. خو کله چې هغوی په کښتې کې وسلې وموندلې نو وضعیت بل ډول شو.

د دغه هیواد ولسمشر د سه شنبې په ورځ له یوې راډیو سره په مرکه کې وویل: «لومړی موږ یوازي دغه کښتۍ د مخدره موادو د موندلو له پاره لټوله. خو کله چې مو د بورې یو څه بوجۍ لیري کړې نو دوه کانتینرونه مو وموندل چې له وسلو ډک ول.»

هغه زیاته کړه چې د وسلو تر موندل کیدو وروسته د کښتۍ کپتان وغوښتل چې خپل ځان ووژنې. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې اوس د کښتۍ کپتان په کوم ځای کې ساتل کیږي.

د پاناما ولسمشر ټینگار وکړ چې هیڅوک هم نه شي کولای چې د پاناما د کانال له لارې وسلې قاچاق کړي. هغه وویل چې نیول شوې کښتۍ اوس د تخلیه کیدو په حال کې ده ترڅو روښانه شي چې په مشخصه توگه څومره وسلې پکښي موجودې دي.