1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کيري: بيرگدال بايد آزاد سوی وای

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۳ خرداد ۱۹, دوشنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د شنبې په ورځ له یوه امریکایي عسکر سره د پنځو تنو طالب بندیانو د تبادلې دفاع وکړه. دغه عسکر له ۲۰۰۹ کال راهیسي له طالبانو سره بندي وو چې ویل کیږي د بند پر مهال شکنجه شوی دی.

https://p.dw.com/p/1CEkP
انځور: Reuters

جان کیري له CNN تلویزیون سره په مرکه کې د ولسمشر بارک اوباما د هغي پریکړي ملاتړ کړی دی چې له مخې یې امریکایي سرتیری بوو بیرگدال، له پنځو تنو طالب چارواکو سره چي په گوانتانامو کې بندیان ول تبادله شو. امریکایي لوړپوړو دیپلوماتانو ویلي دي چې بیرگدال د ربړوني له گواښ سره مخامخ وو.

کیري په خپله مرکه کې ویلي دي: «دا به بد او د نه درکولو وړ کار وای چې موږ په قصدي توگه یو امریکایي شاته پرې ايښی وای. دا به ښه کار نه وای چې موږ یو امریکایي د داسي کسانو په قبضه کې پرې ايښی وای چې هغه یې ربړاوه، سر یې ور پرې کاوه او په حق کې يې نور کارونه کول.»

دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي بیرگدال په افغانستان کې په ډیرو بدو شرایطو کې ساتل کېدی. د نیویارک ټایمز په حواله بیرگدال خپلو ډاکټرانو ته ویلي دي چې هغه په اونيو اونيو په یوه اوسپنیز قفس او بشپړه تیاره کې ځکه ساتل کېدی چې د تېښتي هڅه يې کړې وه.

اوس بیرگدال په آلمان کې په یوه پوځي روغتون کې تر درملني لاندي ده. ویل کیږي چې که څه هم هغه له جسمي لحاظه د ښه کیدو په حال کې دی خو له رواني لحاظه اوس هم دې ته چمتو نه دی چې له خپلو خپلوانو سره یو ځای شي. والستریت ژورنال ویلي دي چې بیرگدال تر اوسه پوري له خپلو خپلوانو سره له خبرو کولو څخه ډډه کړې ده.

نیویارک ټایمز همداراز ویلي دي چې بیرگدال خبرونو ته لاسرسی نه لري او له همدې کبله له دې موضوع چې د هغه د آزادي له کبله په امریکا متحده ایالاتو کې کوم بحثونه رامنځ ته شوي دي خبر نه دی.

کیري له CNN سره په خبرو کې روښانه کړه چې ډېر لږ امکان موجود دی چې له گوانتانامو څخه د طالبانو پنځه تنه آزاد شوي بندیان بیرته د امریکا متحده ایالاتو پر ضد جگړه پیل کړي. کیري ویلي دي چې که څه هم دغه کسان له طالبانو سره د بیا یوځای کیدو امکان لري، خو د هغه په خبره دغه کسان د «وژل کیدو امکان» هم لري.

له بیرگدال سره د پنځو تنو امریکایي سرتیرو تبادلې په امریکا متحده ایالاتو کې جنجالي بحثونه راپارولي دي. د اوباما د دې پریکړي له کبله نه یوازي جمهوري غوښتونکو، بلکي د هغه د خپل گوند دیموکراتانو یو شمیر لوړپوړو چارواکو هم شک څرگند کړی دی.

سناتوره داین فینستاین،هم له هغو دیموکراتانو څخه ده چې د اوباما وروستۍ پریکړي اندېښمنه کړې ده. هغه ویلي دي: «موږ هیڅ نه پوهیږو چې امریکا متحده ایالات څرنگه ځان په دې خبره ډاډه کوي چې دغه آزاد شوي کسان په دوحه کې پاتیږي، دا چې هغوی څرگندوني نه کوي او د امریکا ضد جبهه نه نیسي.»

پر دې سربیره داسي رپوټونه هم شته چې بیرگدال د خپلي پوستې تر پرېښولو وروسته، د طالبانو له خوا نیول شوی وو، خو د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیري هیلري کلنتن، ویلي دي چې د بیرگدال، د نیول کیدو څرنگوالی باید د هغه د آزادۍ موضوع تر تاثیر لاندي را نه ولي.

لوړپوړی سناتور جان مکین هم د بندیانو د تبادلې خلاف دی. هغه ویلي دي چې له دې سره ډیر شمیر نور هغه امریکایان چې په ماموریتونو بوخت دي له خطر سره مخامخیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل