1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کيدای سي ترمپ پر۷ اسلامي هيوادونو ويزې بندي کړي

۱۳۹۵ بهمن ۷, پنجشنبه

دونالد ترمپ ښايي په نوي فرمان کي د ۷ اسلامي هيوادونو وګړو ته امريکا متحدو ايالاتو ته د ويزې ورکړه وځنډوي. امريکايي رسنۍ ليکي چي ترمپ ښايي د ۴ مياشتو له پاره د پناه غوښتنې پروګرام هم متوقف کړي.

https://p.dw.com/p/2WPxm
Washington Trump Rede Heimatschutzministerium
انځور: Reuters/J. Ernst

«واشنګټن پوسټ» ورځپاڼي د امريکا د ولسمشر دونلد ترمپ د يو نوي احتمالي فرمان مسوده چاپ کړې ده. د اجرايوي فرمان په دغه مسوده کي راغلي دي چي د سوريې پناه غوښتونکو ته به د هميشه له پاره پر پناه غوښتنه بنديز ولګول سي.

په عيني حال کي به د هغو هيوادونو پر وړاندي چي ورته د «لږ ګواښ هيوادونه» ويل سوي، د امریکا متحدو ايالاتو د پناه غوښتني ځانگړی پروگرام به د ۱۲۰ ورځو له پاره ورته متوقفه کړل سي.

د ياد فرمان د مسودې له مخي به د ۷ اسلامي هيوادونو د وګړو له پاره د ويزې ورکړه تر۳۰ ورځو پوري ودرول سي. دغه ۷ هيوادونه عراق، سوريه، ايران، سوډان، ليبيا، سوماليا او يمن ښودل سوي دي.

د دې تر څنګ په پام کي ده چي د امريکا متحدو ايالاتو د دفاع وزارت ته۹۰ ورځي وخت ورکړل سي، څو يا په سوريې يا دغه هيواد (سوريې) ته نژدې داسي «خوندي ساحې» جوړي کړي، چي پکښي د سوريې پناه غوښتونکو ته د سرپنا ځای برابر سي.

دا چي ايا دونلد ترمپ به په رښتيا دغه فرمان لاسليک او صادر کړي، لا نه ده څرګنده. خو هغه موضوعات او پرېکړي چي په مسوده کي راغلي دي، ځیني يې د دونلد ترمپ د ټاکنيز کامپاين پر وخت له ژمنو څخه دي.

دونلد ترمپ د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۷ کال د جنورۍ ۲۵مه نېټه) و (ABC News) نومي تلويزيون ته وويل چي امريکا ته له اسلامي هيوادونو څخه د وګړو پر داخلېدو د محدوديتونو پلان په دې مهم دی، چي د ترمپ په وينا نړۍ په «بشپړه بې نظمۍ» کي ده.

ترمپ زياته کړې: «نه، دا د مسلمانانو پر وړاندي بنديز نه دی، بلکي د هغو هيوادونو پر وړاندي اقدام دی چي ترهگري پکښې ډېره ده.» نوموړي زياته کړه: «او دا هغه هيوادونه دي چي وګړي يې موږ ته راځي او موږ ته په لوړه اندازه مشکلات جوړوي.»

دا چي د ترمپ مقصد کوم هيوادونه دي، هغه له يادي رسنۍ سره په خبرو کي ياد نه کړل. خو هغه وويل چي اروپا «يوه لويه تېروتنه وکړه چي په مليونونو دغو کسانو ته يې و جرمني او يو شمېر نورو هيوادونو ته د ننوتلو اجازه ورکړه.» ترمپ د اروپا دغه تګلاره «يو ناورين» وبلله.

د دې پوښتنې په جواب کي چي ايا د يادو محدوديتونو د رامنځ ته کولو په ترڅ کي ترمپ دا ويره نه لري چي د نړۍ مسلمانان به په غوسه سي، ترمپ وويل: «غوسه؟ دمګړی په زياته اندازه غوسه موجوده ده. تر دې زياته غوسه به څنګه وي؟»

هغه زياته کړه: «نړۍ بې نظمه ده. نړۍ هومره په غوسه ده چي په وس يې کيږي. تاسو څه فکر کوئ چي يوه لږ نوره غوسه به څه توپير رامنځ ته کړي؟ نړۍ له غوسې ډک ځای دی... موږ عراق ته ولاړو. موږ بايد عراق ته نه وای تللي. موږ بايد په هغه طريقه ورڅخه راوتلي نه وای، لکه څنګه چي ورڅخه راووتلو. نړۍ په بشپړه توګه بې نظمه ده.»

د مسلمانو مهاجرو او امريکا ته سفر کوونکو ته په تړاو احتمالي فرمان ښايي د پنجشنبې په ورځ د ترمپ له خوا لاسليک سي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.12.2016):