کویټ: پارلمان د ټاکنو نوی قانون تصویب کړ
۱۳۹۱ دی ۲۰, چهارشنبهاعلان
د کويټ پارلمان په ښکاره اکثریت د ټاکنو نوی لانجمن قانون تصویب کړ. په قانون کې اصلاحات په ۴۹ موافقو، دوو مخالفو او درو مستنکفو رایو ومنل شول.
نوی قانون د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر کې د کویټ د امیر شیخ صباح له خوا نافذ شوی وو. له دې قانون څخه د دسمبر په لومړۍ نیټه په نوو پارلماني ټاکنو کې کار اخیستل شوی وو.