1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوټه: څلور شعيه مذهبه ووژل سول

۱۳۹۶ تیر ۲۸, چهارشنبه

د پاکستان د بلوچستان ايالت په مستوګ کي څلور کسان په ډزو وژل سوي دي. د پوليسو په وينا وژل سوي کسان د هزاره قوم سره تړاو لري.

https://p.dw.com/p/2gmKS
Pakistan Entführung von 2 chinesischen Lehrern
ارشيف انځورانځور: Reuters/N. Ahmed

و ايالتي پلازمېني کوټه ته نژدې د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جولای په ۱۹مه نېټه) نامعلومو وسله والو پر یو موټر ډزي وکړې. پوليسو ويلي چي په ډزو کي څلور شعيه مذهبه کسان وژل سوي. چارواکي اټکل کوي چي د دغه وسله وال بريد لاملونه ښايي د فرقه پرستۍ لاملونه ولري.

د بلوچستان ايالت د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي ويلي چي په وژل سوو کي درې هزاره نارینه او يوه هم هزاره مېرمنه ده. د هغه په وينا دغه کسان کراچي ته په موټر کي پر لاره ول چي پر موټر سايکل سپرو وسله والو د مستونګ په سيمه کي ورباندي ډزي وکړې. مستونګ له کوټي څخه په ۵۰ کلومترۍ کي واقع دی.

د مستونګ د پوليسو قومندان غضنفر علي ويلي دي چي پر دغو کسانو «د هغوی د مذهب له کبله» بريد سوی دی. تر اوسه د دغه بريد پړه کومي ډلې په غاړه نه ده اخيستې.

د بلوچستان په ايالت کي تازه روان بد امنيتي وضعيت د پاکستان او چين تر منځ پر «اکاناميک کاريډور» نومي لويي پروژې سيوری غوړولی دی. دغه پروژه چي ۵۷ مليارده ډالره ارزښت لري د بلوچستان د ګوادر بندر د چين سره د اوږد سړک په مرسته نښلول غواړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (23.11.2016):