1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کونړ: د ناټو هوايي برید لس تنه ماشومان ووژل

سید ریاض (AFP)۱۳۹۲ فروردین ۱۸, یکشنبه

د فرانسې خبري آژانس د افغان سیمه ییزو چارواکو په حواله لیکلي دي چې د یکشنبې په ورځ په کونړ ولایت کې د ناټو په یوه هوایي برید کې لس تنه ماشومان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/18BEr
انځور: AFP/Getty Images

افغان چارواکو د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د افغانستان په ختیځ کې د ناټو په یوه هوایي برید کې لږ تر لږه لس تنه ماشومان وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې دغه ماشومان د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د شنبې په ورځ د افغان او ناټو په ګډو عملیاتو کې وژل شوي دي.

د کونړ ولایت ویاند واصف الله واصفي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «په دغه برید کې لس تنه ماشومان او اته تنه وسله وال وژل شوي او نورې شپږ تنې میرمنې ټپیانې شوي دي.»

د شېگل ولسوال عبدالظاهر، پېښه تاييد کړې ده او ویلي يې دي چې د وژل شویو ماشومانو کورنیو د هغوی مړي د ښار مرکز ته وړي دي. هغه زیاته کړې ده چې ټپي شوې ښځي هم د کونړ ولایت مرکزي روغتون ته لیږدول شوې دي.

یوه افغان پوځي چارواکي چې په عملیاتو کې يې برخه لرله، ویلي دي چې په سیمه کې تر هغه وروسته د ناټو د هوایي ملاتړ غوښتنه شوې وه چې د ایتلافی ځواکونو یوه کوچنۍ ډله د یاغیانو تر يرغل لاندي راغله.

دې افغان چارواکي زیاته کړې ده چې په دغه برید کې یوه تن امریکايي سرتیری وژل شوی وو او ډیر شمیر افغانان ټپیان شوي هم دي.

دې افغان چارواکي ویلي دي چې د ناټو ځواکونه په دې خبره نه پوهیدل چې په هغه کور کې چې دوی ورباندي بریدونه کول، ښځې او ماشومانې هم میشته ول.

ملکي تلفات د افغان دولت او نړیوالي ټولنې تر منځ یو له شخړه ییزو موضوعگانو څخه شمیرل کیږي. افغان ولسمشر کرزي هم تر دې مخکې له دې کبله پر ناټو ځواکونو باندي سختې نیوکې هم کړي وې.

دا په داسې حال کې ده چې د شیگل ولسوالۍ د پولیسو قوماندان سید رحماني، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د وژل شویو کسانو په ډله کې یوه ښځه هم شامله وه. هغه ویلي دي: «موږ داسي رپوټونه لرو چې لس ماشومان او یوه ښځه په دې پېښه کې وژل شوي دي.»

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو یوه ویاند په شیگل ولسوالۍ کې د هغوی د ځواکونو له خوا د یوه هوایي برید تر سره کیدل منلي دي، خو ټینگار یې کړی دی چې په دې برید کې لس تنه ښځې او ماشومان ټپیان شوي دي.

دې ویاند زیاته کړې ده چې یو امریکايي ملکي کارکوونکې هم په دې سیمه کې د یاغیانو د برید په پایله کې وژل شوی دی. له بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د ناټو یوه برید شپږ تنه طالبان چې پکې د هغوی دوه تنه قوماندانان هم شامل ول، وژلي دي.

تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ د ناټو یوه بل هوایي برید په غزني ولایت کې څلور تنه افغان پولیس او دوه تنه ملکیان وژلي ول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب