1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کولن: د مهاجرو ښځو له جنسي زهيرونو شکايت کړی

۱۳۹۴ بهمن ۲۹, پنجشنبه

د آلمان د کولن ښار د يوه مهاجر کمپ يو شمېر مېرمنو شکايت کړی چي د دغه کمپ ساتونکو په جنسي توګه زهيرولې دي. پوليس وايي چي په دې تړاو يې پلټنې پېل کړي دي. (انځور له آرشیف څخه).

https://p.dw.com/p/1HxCb
انځور: picture-alliance/dpa/A. Weigel

د آلمان د کولن په ښار کي د مهاجرو په يوه کمپ کي يو شمېر مېرمنو ويلي دي چي د دغه کمپ په ساتنه مؤظفو کسانو له خوا جنسي زهيرول سوي دي. د کولون ښار يوې ورځپاڼي «کولنر شتدت انڅايګر» په خپل يوه راپور کي ليکلي دي چي د پناه غوښتونکو مېرمنو د جنسي زهيرول کېدونو د شکايتونو په تړاو یې يو سر خلاصی ليک ليکلی دی. يادې ورځپاڼې دغه راپور د چهارشنبې (د ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ ۱۸مه نېټه) په ماښام پر خپله انټرنټ پاڼه خپور کړی دی.

د يادې ورځپاڼي د راپور له مخي مهاجرو مېرمنو تور لګولی دی چي د کمپ ساتونکو هغه وخت د دوی انځورونه او ويډيوګاني اخيستي، کله چي هغوی غسل کاوه. د راپور پر اساس مېرمنو دا تور هم لګولی چي ساتونکو هغه وخت د مهاجرو د مېرمنو عکسونه اخيستي، کله چي هغوی خپلو ماشومانو ته شېدې ورکولې.

د راپور پر اساس د کولون ښار د دغه مهاجر کمپ مېرمنو تور لګولی چي ساتونکي په هغوی پسې سوي او ورڅخه د جنسي اړيکو غوښتنه کړې ده. د يوې سوريايي پيغلي له وينا ويل سوي چي يو ساتونکي ورته ګواښ کړی چي ډېر ژر به له کمپ څخه وايستل سي.

د «کولنر شتدت انڅايګر» د راپور پر اساس پوليسو د دغو تورونو په تړاو د لومړي شک پر اساس پلټني پېل کړي دي. په راپور کي زياته سوې ده چي د مهاجرو د کمپ د امنیت ساتلو امنیتي شرکت د پروژې مسؤل پر دغو تورونو حيراني ښودلې او هغه يې بې بنياده بللي دي. د مهاجرو دغه کمپ چي د کولون د هُمبولدت ګرېمبېرګ په ناحيه کي د سپورټ په يو لوی غالي کي جوړ سوی دی، اوسېدونکي مهاجر يې د نظافت او پاکۍ د کمښت له کبله هم شکايتونه کوي.