1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوفي عنان دمشق ته نوی پلاوی استوي

۱۳۹۰ اسفند ۲۷, شنبه

د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو او عرب لیگ استازي کوفي عنان، ویلي دي چې هغه دمشق ته د یوه پلاوي د استولو پلان لري چې بشارالاسد دې ته وهڅوي چې په سوریې کې د نوو څارونکو ماموریت ومني.

https://p.dw.com/p/14M2Z
انځور: picture alliance/Photoshot

د ملگرو ملتونو پخواني سر منشي دغه خبري د جمعې په ورځ د ملگرو ملتونو د امنیت شوری ته کړي دي. د هغه په وینا دغه پلاوی به د دې اونې په پای کې دمشق ته ورسیږي.

عنان د امنیت شوری ته په خپلو خبرو کې خبرداری ورکړی دئ چې که چیري د سوریې شخړه په ښه توگه حل نه شي نو دا به پر سیمه باندي جدي اغیزه ولري. هغه د امنیت له شوری څخه هم د یووالي غوښتنه کړې ده.

هغه خبریالانو ته په خپلو خبرو کې ویلي دي: «لکه څنگه چې موږ د سوریې د شخړي د حلولو کوښښ کوو، زه د امنیت شوری دې ته هڅوم چې د سوریې په اړه په یوه غږ خبري وکړي.»

تر دې مخکي چین او روسیې د امنیت په شوری کې د سوریې پر وړاندې یو پریکړه لیک چې پکښې د اسد د ځواکونو له لوري پر لاریون کوونکو خونړي بریدونه غندل شوي ول ویټو کړی وو او ویلي ئې وو چې دغه پریکړه لیک غیرې متوازن دئ. مسکو چې له ډیر وخت راهیسې د سوریې ملگری هیواد دئ لویدیځ پر دې تورن کړی دئ چې د سوریې کړکیچ ته لمن وهي.

په ملگرو ملتونو کې د سوریې سفیر بشار جعفري، خبریالانو ته ویلي دي چې کوفي عنان داسي یو هر اړخیزه سیاسي بهیر پيل کړې دئ چې کیدای شي په ترڅ کې یې د سوریې روان کړکیچ ته د پای ټکی کیښودل شي.

په عینې وخت کې ترکیې د جمعې په ورځ ویلي دي چې په سوریې کې به یوه بیلوونکي حوزه (حائل) جوړه کړي چې هغه کډوال پکښې خوندي وساتل شي چې د اسد د ځواکونو له ویري ترکيې ته کډن شوي دي. د ترکیې دولت له خپلو اتباعو څخه هم غوښتي دي چې سوریې ته سفر و نه کړي.

هغه کډوال چې له سوریې څخه ترکیې ته را اوړي په کمپونو کې ساتل کیږي. خو ترکیه د هري ورځي په تیریدو سره په دغه شمیر کې ډیروالي اندیښمنه کړې ده.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش