1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کورم ايجنسي: عملياتو ۱۰۰۰۰ کورنۍ بېځايه کړي

۱۳۹۰ مرداد ۶, پنجشنبه

څه نا څه 100000 کسان وروسته له هغي د پاکستان د سرحدي سيمي، کورم څخه تښتيدو ته اړ سوي، چي د پاکستان پوځ په دغي سيمي کي د ياغيانو پر ضد پوځي عمليات پيل کړي. پاکستاني چارواکي هم منلې.

https://p.dw.com/p/125OR
بېځايه سوي کورنۍ
بېځايه سوي کورنۍانځور: AP

د کورم ايجنسۍ څخه په زرګونه کورونۍ وروسته له هغي تيښتي ته اړي سوې، چي د پاکستان پوځ د رواني مياشتي په لومړيو کي پوځي عمليات په لاره واچول.

ويل کيږي، چي په دغه سيمه کي د طالبانو ډيري مرکزونه پراته دي او له دغه ځای څخه په افغانستان او پاکستان کي خپل عمليات تنظيموي.

د پاکستان حکومت يو لوړ پوړي چارواکي ويلي، چي تر اوسه پوري لږ تر لږه 9944 کورنۍ چي شاوخوا يو لک تنه کيږي له دغي سيمي څخه تښتيدلي دي.

دغه چارواکي ويلي چي څه نا څه 1800 کورنۍ د حکومت لخوا برابر سويو کمپونو کي وخت تيروي او ډيری نور يې د خپلو خپلوان سره ژوند تيروي.

د دغه پاکستاني چارواکي په حواله د مهاجرينو له پاره کمپونو ځکه په ښونځيو او کالجونو کي جوړ سوي، چي دغه ښونځي اوس په رخصتيوي کي دي.

د هغه په وينا کيدای سي چي، دغه رخصتي لا پسي اوږدې سي، ترڅو د ښونځيو او پوهنتونو څخه د کمپونو په حيث استفاده وسي.

هغه وخت چي د پاکستان پوځ په کورم ايجنسي کي عمليات پيل کړل، پوځيانو وويل، چي له سيمي څخه به طالبان او ټول هغه کسان چي په نورو جرمونو کي شکيل دي پاک کړي.

ددې سره سره چي پاکستان د امريکا د متحده ايالاتو تر فشار لاندي دي چي د حقاني شنبې پر ضد دي عمليات وکړي. خو پاکستان د ياغيان په وړاندي ځو واري پوځي عمليات تر سره کړي. ولي تر اوسه يې لا د حقاني شبکې په وړاندي کوم اقدم نه دی کړی.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل