1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کنينهم: پر سرتيرو يرغلونو اندېښمن کړي یو

۱۳۹۱ مرداد ۲۳, دوشنبه

د افغانستان له پاره د امریکا نوي سفیر د افغان سرتیرو له خوا پر بهرنیو د مخ پر زیاتیدونکو بریدونو له کبله اندېښنه څرګنده کړې ده. د جمعې په ورځ دغه شان پېښو شپږ بهرني سرتیري ووژل.

https://p.dw.com/p/15op7
انځور: DW

په افغانستان د متحده ایالاتو نوي سفیر جمیز کنینهم، د دوشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د اگست ۱۳) له ولسمشر کرزي څخه اعتماد لیک تر لاسه کړ. ښاغلي کنینهم، تر دې وروسته په یوه خبري کنفراس کې را څرګند شو او د افغان سرتیرو له خوا پر بهرنیو ځواکونو باندي د يرغلونو په اړه وویل:

«زموږ او د ایساف پر ځواکونو باندي يرغلونه، زموږ له پاره یوه ستره اندیښنه ده.»
دا په داسي حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ هم د ننگرهار ولایت په اچین ولسوالي کې یو تن چې د افغان پولیسو یونیفرم ئې اغوستی وو پر بهرنیو ځواکونو باندي ډزې وکړې او دوه تنه ئې ټپیان کړل.

د امریکا نوي سفیر وویل، چې د دغو يرغلونو د دلیل د معلومولو په اړه څېړني رواني دي. د هغه په اند دغه يرغلونه یو نه، بلکي څو لاملونه لري. د کنینهم په خبره د افغان امنیتي ځواکونو په ليکو کي یوازي د طالبانو نفوذ د دې يرغلونو لامل نه دﺉ.

هغه زیاته کړه: «دا زموږ له پاره یوه دردناکه خبره ده. دا د افغانانو له پاره هم دردونکې خبر ده، ځکه چې موږ يو له بله سره همکاران یو.»

هغه وویل چې افغان او بهرني ځواکونه اوس هڅه کوي چې د دغو يرغلونو مخه ونیسي. د هغه په خبره هره ورځ د ناټو په زرو سرتیري يو له بله سره په ارتباط کې دي او دغه شان هره پېښه هغوی اندېښمنوي.

د افغانستان له پاره د متحده ایالاتو نوي سفیر وویل، چې هغه تړونونه چې امریکا او نورو هیوادونه ئې له افغانستان سره لري ښيي چې نړیواله ټولنه به افغانستان یوازي پرې نه ږدي:

«په افغانستان کې د امنیت د لیږد بهیر په دې معنی نه دﺉ چې نړیواله ټولنه خپل ملگری افغانستان یوازي پریږدي. موږ به په راتلونکو کلونو کې هم پر پرمختیایي همکاریو باندي کار وکړو.»

د هغه په خبره د افغانستان او امریکا تر منځ ستراتیژیکي همکاري په دې معنی ده چې افغانستان یوازې نه دﺉ.

دویچه ویله/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل