1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار ښاريان د ورځي له غلاوو څخه سر ټکوي

۱۳۹۰ بهمن ۱۱, سه‌شنبه

د کندهار ښار اوسيدونکي د موټرونو او په سپينه ورځ د کورونو له غلاوو څخه شکايت کوي. دوی وايي موټر ئې د شپې له خوا غلا کيږي او کورونه ئې د ورځي له خوا لوټيږي.

https://p.dw.com/p/13tQr
کند هار ښاريان
کند هار ښاريانانځور: AP

د کندهار ښار يو تن اوسېدونکی د نوم د نه اخيستلو په شرط دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل چي له چا څخه وژاړي او پر چا وژاړي.

«وروره څه درته ووايم، عسکر مو هغه ډول دي او امنيت مو دغه ډول دئ. هغه شپه خو لا پريږده اوس د ورځي غلاوو شروع دي. زموږ دوه همسايه ګان دي په دې يوه هفته کي ئې له دواړو څخه يو کرولا او بل فيلډرموټرونه د کورله مخه څخه ځني غلاکړل. امنيتي چارواکي بايد دغه غله ونيسي او سختي سزاوي ورکړي.»

د کندهار د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي هم دا مني چي ستونزي موجودي دي، لاکن له ښاريانو څخه هيله کوي چي خپل موټرونه د کورونو د مخ پرځاى په ټاکل سويو تم ځايونو کي ودروي.

نوموړى وايي په دې لار کي د خلګو همکاريو ته کلکه اړتيا لري او د موټرونو بېځايه درول دوى هم له ډيرو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د امر په خبره د ښاريانو نه همکاري خپله ددې سبب کيږي چي موټرونه ئې ناڅرګند کسان بوزي.

کندهار ښاريان ددې ترڅنگ چي د موټر د غلاو سره مخامخ دي د لاري وهونکو او کورونو ته له لوېدونکو غلو څخه هم سرټکوي.

د کندهار يو بل تن ښاري چي نه ئې غوښتل نوم ئې واخيستل سي دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل چي ولاکه د ورځي لا خپل کور يوازي پرېښوولای سي.

«د شپې خو ځای نه سو تلای او ولا د ورځي لا بيريږو که کور يوازي پريږدو چي راځو بیا کور چور سوی وي. په چوڼۍ کي ئې زموږ د يوه همسايه کور په سپينه ورځ چي ټول دوکانونه هم خلاص ول لوټ کړی دئ.»

د کندهار ښار د لوی ويالې اوسېدونکی سردار ولي بيا وايي چي په سيمه کښي ئې داسي سپين سترگي غله پيدا سوي دي چي په سپينه ورځ په کوڅه کي خلگ شکوي.

«اروېدلي مو وه خو ليدلي مو نه ول، وړمه ورځ ماپښين ئې د چهارسو د يوه مزدور څخه چي ټوله ورځ ئې کار کړی وو کورته روان وو پر عام سړک پنځه سوه افغاني واخيستې. دونه سپين سترگي غله مو ولاکه تر اوسه ليدلي ول.»

د کندهار ښار يو شمېر اوسېدونکي په داسي حال کي له غلو څخه شکايت لري، چي د کندهار د امنيې قوماندانۍ د يو شمېر غلو او په جنايي جرمونو د تورنو کسانو د نيولو خبر ورکوي.

د کندهار د امنيت امر رحمت الله اطرافي وايي چي په روانه اوونۍ کښي ئې په ښار کي داسی کسانو نيولي دي چي د ښار په نا اراميو غلاوو او جنايي پيښو کښي ئې لاس درلود.

«په دغه روانه اوونۍ کښي مو ١٠تنه غله او قاتلين نيولي دي او د قانون منګولو ته مو سپارلي دي، نوري هڅي مو هم رواني دي چي ټول غير قانوني کسان د پوليسو لاس ته ورسي.»

دا په داسي حال کي ده چي د چارو يو شمېر شننونکي په هيواد کي د ټولو نا امنيو سرچينه بېکاري ګڼي او وايي چي که دولت د خلګو له پاره کار پيداکړي او خلګ له اقتصادي پلوه ماړه وي نو دا او دې ته د ورته پيښو ګراف بخپله کښته سي او خلګ به ارام ژوند ولري.

محمد ابراهيم سپېڅلي/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل