1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار: په ماين چاودنه کي ۱۳ کسان وژل سوي دي

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۳, دوشنبه

د کندهار ولایت چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د سړک د غاړي یوه ماین چاودنه کي د ښځو او ماشومان په ګډون ۱۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي: دغه کسانو د ماین د یوه بل قرباني په جنازه کې د ګډون کولو له پاره روان ول.(انځور ارشيف)

https://p.dw.com/p/18WxX
An Afghan policeman inspects the wreckage of civilian car hit by a roadside bomb in Helmand province January 21, 2012. A roadside mine killed four civilians and wounded two in Lashkar Gah city, Helmand province, on Saturday, said Kamaluddin Shirzai, a senior police detective in the southern province. REUTERS/Abdul Malik (AFGHANISTAN - Tags: CIVIL UNREST CRIME LAW)
Anschlag in Afghanistanانځور: Reuters

د کندهار د والي وياند جاويد فيصل، د دوشنبې په ورځ وویل: «دغه پېښه نن غرمه د ١٢ بجو په شاوخوا کې د ارغسان د وام درې په سيمه کي د ملکي وګړو پر یوه موټر رامنځته شوې ده. د پېښې ټول قربانيان ولسي وګړي دي.»

د کندهار د پولیسو قوماندان عبدالرازق، د فرانسې خبرې آژانس ته وویل: «په چاودنه کې څلور تنې ښځې، څلور تنه نارینه او پنځه ماشومان وژل شوي دي.»

ښاغلي رزاق وویل چې د پېښي قربانیان د یوې بلې بمي چاودنې د قربانیانو په جنازه کې د ګډون له پاره دغي سيمي ته سفر کاوه. هغه زیاته کړه: «تر دې مخکې یو موټرسایکل د سړک د غاړې پر یوه ماین باندي برابر شوی وو چې پکښې دوه کسان وژل شوي ول. د نننۍ پېښې قربانیان د هغي بلي چاودني د قربانیانو په جنازه کې د ګډون په موخه روان ول، چې په خواشینۍ سره یې موټر د سړک د غاړې پر یوه ماین باندې برابر شو.»

ښاغلي فیصل هم دا خبره تائید کړه چې د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي. هغه د پېښې پړه پر طالبانو باندې واچوله: «دغه بم د طالبانو له خوا ځای پر ځای شوای وو. بم په داسې یوې ولسوالۍ کې ایښودل شوی وو چې له پاکستان سره ګډه پوله لري. ډیر وخت ملکي کسان د دغه شان پېښو قربانیان دي.»

چارواکو ویلي دي چې په پېښه کې نهه تنه نور کسان ټپیان شوي هم دي. د چارواکو په خبره د ټپي شویو کسانو په ډله کې د یو شمیر روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.

د کندهار ښار یوه اوسیدونکي د نوم د نه بربنډولو په شرط له دویچه ویله سره په مرکه کې د یاغیانو پر دغه شان بریدونو باندې کلکه نیوکه وکړه او هغه یې د ټولو اصولو پر خلاف وبلل.

د کندهار دغه اوسیدونکي وویل: « موږ دا کار د اسلام او مسلمانانو نه ګڼو. ولسي خلګو څه کړي دي چې وژل کيږي. دولت باید د هغوی ساتنه وکړي او مخالفین هم بايد د سړک پر غاړه له ماين ښخولو څخه لاس واخلي.»

طالبانو تر دې مخکې د خپلو پسرلنيو عملیاتو د پیل اعلان کړی وو. ډغه ډله په خپلو عملیاتو کې ډیر وخت له ځانمرگو بریدونو د سړک د غاړې له ماینونو څخه کار اخلي چې له کبله یې ډیر شمیر ملکیان خپل ژوند له لاسه ورکوي.