1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهاريان د ولسمشرۍ د ټاکنو په تړاو څه نظر لري؟

محمد ابراهيم سپېڅلی / کندهار۱۳۹۲ اسفند ۹, جمعه

د افغانستان د نورو ولايتونو په څېر په کندهار کي هم د ولسمشرۍ د ټاکنو کمپاين روان دی. خو پدغه ولايت کي د ټاکنو په تړاو نظرونه وېشلي دي.

https://p.dw.com/p/1BHTY
انځور: DW/H. Asla

په افغانستان کي د روان مېلادي کال د اپريل په پنځمه نېټه د ولسمشرۍ ټاکنې پلان سوي دي. پدې ترڅ کي د ۱۱ نوماندانو لخوا ټاکنيز کامپاين هم پېل سوی دی. يو شمېر کارپوهان پدې آند دي چي دغه ټاکني ښايي د نوماندانو د زيات شمېر له کبله په لومړي پړاو کي فيصله نه سي او ټاکني ښايي دويم پړاو ته ووزي.

د افغانستان د نورو ولايتونو تر څنګ په کندهار کي هم ټاکنيز کامپاين پر مخ روان دی. د کندهار ښار د نورو برخو تر څنګ د ښار په مرکزي څلورلاری، «شهيدانو چوک» کښې د ټاکنو د نوماندانو د کامپاين لوی لوحې ځړول سوي دي. دا پداسي حال کي ده چي په کندهار ولايت کي د راتلونکو ټاکنو سيالۍ تر دې وخته يوازي تر کندهار ښار او د ځينو نژدې ولسواليو تر مرکزونو پوري محدودي پاته دي.

پخپله د کندهار ښار کښي چي د افغانستان د سترو نفوس لرونکو ښارونو څخه شمیرل ، د ټاکنو او هم د نوماندانو په تړاو د خلکو نظرونه وېشل سوي دي. پداسي حال کي چي د کندهار يو شمېر اوسېدونکي په ټاکنو کي ونډه اخيستل خپل ملي مسؤليت يادوي، ځيني بيا وايي چی د دوى لپاره انتخابات کوم ګټه نه کوي. د کندهار داسي ښاريان هم سته، چي يوازي د خپل ژوند د ښه کولو په غم کي دي او نور له ټاکنو سره کار او خبرتيا نه لري.

«خاين ته رايه نه ورکوم»

د کندهار يو تن اوسېدونکي د آلمان ږغ خبريال ته د ټاکنو په تړاو خپل نظر داسي څرګند کړ: « زما نوم الله ګل قصاب د کندهار ښار د لومړۍ ناحيې اوسيدونکى يم. زه په ټاکنو کي برخه اخلم او داسي چاته رايه ورکوم، چي لاسونه يې د ملت په وينو سره نه وي، خاين نه وي او لوړه پوهه ولري.»

خو د الله ګل برعکس يو شمېر کندهاريان بيا راتلونکو ټاکنو ته هيڅ اُميد نه لري. د کندهار دغه ښاريان وايي چي په ټاکنو کي به برخه وا نه خلي ولي چي د دوی په وينا د دوی رايه به کومه ګټه ونه لري.

د دغو ښاريانو په وينا ولسمشر تر مخه لا ټاکل سوی دی او ټاکنې يوه پلمه ده. لکه د کندهار يو بل تن اوسېدونکی چي وايي: « زما نوم محمدالله د نهمي ناحيې اوسيدونکى يم. زه په انتخاباتو کي برخه نه اخلم، ځکه پاچا ترمخه لا خارجيانو ټاکلى دى او زموږ يوه رايه هيڅ ګټه نه کوي. چي لس واري رايه ورکړو، امريکايان هغه څوک راولي، چي د دوى خوښ وي.»

« د اولاد ډوډۍ راته تر ټاکنو زیاته مهمه ده»

ځيني نور ښاريان بيا د راتلونکو ولسشمريزو ټاکنو د هلو ځلو په اړه ځان ناخبر ګڼي. دوى تر ټاکنو د خپلو اولادونو لپاره يوه ګوله حلاله ډوډۍ پېدا کول غوره ګڼي. ياد کندهاري ښاريان وايي، هغه مهال به خوښ وي، چي کار ورته پيدا، امنيت يې سم او بچيان يې ماړه وي.

د دوى په قول، په ټاکنو کار او معلومات نه لري او ټوله ورځ په دې فکر کي دي، چي څنګه يوه ورځ او شپه پر ارامه او ماړه نس تېره کړي. لکه د کندهار يو تن اوسېدونکی چي وايي: «محمد رحيم د کندهار ښار د شپږمي ناحيې د چوڼۍ اوسيدونکى: زما لپاره دا انتخابات دي، چي يوه ګوله ډوډۍ خپل اولادونه ته پيدا کړم، امنيت ته راسي. زه نور په هيڅ شي نه کار لرم او نه ځان په خبروم او نه موږ ته ګټه کوي. زما لپاره تر ټولو لويه ګټه داده، چي د سراى (کور) کرايه پيدا کړم او ماشومان مي يوه شپه په ماړه نس تېره کړي.»

سږکال په کندهار کي د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره روان کمپاينونه د مخکنيو په پرتله يو څه کمرنګه دي. په سيمه کي عيني شاهدان او د چارو شننونکي يې کمرنګي په دغه ولايت کي له نا امنۍ سره تړي. دا په داسي حال کي ده، چي د دغه ولايت ولايتي شورا ته کاندېدانو وار ترمخه لا ويلي وو، چي زيات شمېر ليرې پرتو ولسواليو ته د ناامنيو له امله خپل ټاکنيز کمپاينونه نه سي غځولاى.