1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندز: ۴۰ کسان کورني او د باندني وسله وال وژل سوي دي

نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مرداد ۲۴, جمعه

د کندز ولايت چارواکي ادعا کوي چي د دغه ولايت په څو ولسواليو کي يې د تصفيوي عملياتو په ترڅ کي نزدې ۴۰ تنه وسله وال طالبان او د القاعدې غړي وژلي او تر ۵۰ زيات ټپيان کړي دي. طالبانو په دې اړه څه ويلي نه دي.

https://p.dw.com/p/1CvTD
انځور: picture alliance/Ton Koene

د کندز والي غلام سخي بغلاني د جمعې په ورځ له دويچه ويله سره په يوه مرکه کي هغه ادعاوي ټولي رد کړې چي گويا د دغه ولايت د چهاردرې ولسوالي دي د وسله والو طالبانو او نورو ډلو تر کنترول لاندي راغلې وي.

بغلاني وويل چي د يوې ولسوالۍ نه، بلکي د درو ولسواليو د امنيتي وضعيت د خرابېدو خبره کيږي. خو د هغه په خبره د درو سره ولسواليو ارچي، چهاردرې او امام صاحب ولسواليو په اطرافو کي يا په هغو ځايونو کي چي محلي پوليس ځای پر ځای دي ستونزي وې خو ولسوالۍ ټولي پر خپل ځای دي: «ټولي ولسوالۍ د دولت په کنترول کي دي. لږ ستونزي وز خو هغه به هم له منځه ولاړي سي.»

د کندز ولايت امنيتي چارواکو ويلي دي چي په دغو عملیاتو کي چي د پنجشنبې په ورځ تر سره سوي دي د کورنيو جنگيالانو ترڅنگ دباندني جنگيالان هم وژل سوي دي. د کندز والي وايي چي دا لومړی وار نه دی چي دلته بهرني جنگيالان مداخله کوي، بلکي څو کاله کيږي چي هغوی دلته جنگيږي: «دلته چيچنيان، عربان، پاکستانيان، ازبکان او تاجیکستانيان له څو کلونو راهيسي جنگیږي. دا د القاعدې په لارښوونه دلته جنگ کوي او د هغوی پلانونه عملي کوي.»

د کندز د چارواکو په خبره په دغو عملياتو کي دوه تنه پوليس ټپيان سوي دي او ملکي وگړو ته پکښې زيان رسېدلی نه دی. د کندوز ولايت د چارواکو په خبره دغه عمليات به دوام ولري. وسله والو طالبانو تر اوسه پوري په دې اړه څه ويلي نه دي.

څو ورځي دمخه په کندز ولايت کي وسله والو طالبانو لس کسان په دې گناه ووژل چي دوی ته يې «جنگي ماليه» ورکړې نه ده. د دغه ولايت د اوسېدونکو په خبره اوس حتی په ښار کي له خلکو سره داسي بيره سته چي طالبان يې دروازې ته رارسېدلي دي.

د کندز ښار ته له يو شمېر ولسواليو څخه هره ورځ گډي رارواني دي. يو تن چي د نوم له ښوولو څخه يې ډډه کوله په کندز کي خبريالانو ته ويلي دي چي د دشت ارچي ولسوالۍ مرکز ته نژدې څو کلي د طالبانو په لاس کي دي. «موږ له دې ويري له خپلو کورنو څخه راووتلو چي د بمباريو بيره مو لرله.»

په دې وروستيو وختونو کي د کندز ولايت د يوشمېر ولسواليو امنيتي وضعیت خراب سوی دی او ځايي چارواکي وايي چي که پر وخت دغي ستونزي ته پام نه واړل سي، وروسته به بيا ډېر ناوخته وي.