1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کمیرون: طالبان دې ۲۰۱۴ کال ته انتظار نه باسي

۱۳۹۱ تیر ۲۹, پنجشنبه

افغان ولسمشر او د بریتانیا لومړي وزیر نن په کابل کې سره ولیدل.د بریتانیې لومړي وزیر طالبانو ته خبردارې ورکړ چې له ۲۰۱۴م کال وروسته له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به افغانستان یوازې پرې نه ږدي.

https://p.dw.com/p/15aiz
انځور: Reuters

دیوید کمیرون د افغان ولسمشر حامد کرزي سره یو ځای په کابل کې مطبوعاتي کنفرانس ته وویل چې په شیکاگو کې د ناټو او په توکیو کې د مرسته کوونکو هیوادونو غونډو له دغه جنگ ځپلي هیواد سره خپله ژمنه تکرار کړه. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه:

«زه فکر کوم چې دا طالبانو ته یو واضحه پیغام استوي: او هغه دا چې تاسو له ۲۰۱۴م کال وروسته له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته انتظار مه باسئ، ځکه چې له دغې وروسته به هم نړیواله ټولنه د افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکړي.»

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې اوس وخت رارسیدلی دئ چې هر څوک د افغانستان په سوله ییزه سیاسي پروسه کې برخه واخلي. کیمرون له افغان ولسمشر سره د پوځیانو د روزولو یو تړون هم لاسلیک کړ.

په عین وخت کې د پاکستان لومړی وزیر راجه پرویز اشرف هم کابل ته رسیدلی دئ. د درې واړو مشرانو تر منځ به نن یوه درې اړخیزه غونډه و شي. په پام کې ده چې د غونډې تر ختمیدو وروسته به درې واړه مشران یوې خبرې غونډي ته وینا وکړي.

ترې دمخه د بریتانیا د لومړي وزیر ویاندې ویلي وو چې کمیرون په پام کې لري چې له ولسمشر کرزي او د پاکستان د لومړي وزیر راجه پرویز اشرف څخه به په دغه ملاقات کې وغواړي چې د یوه با امنه او با ثباته افغانستان له پاره په گډه کار وکړي.

په پام کې ده چې افغان ولسمشر به د پاکستان د لومړي وزیر سره هم په جلا توگه وویني. د پاکستان د صدراعظم په توگه تر لوړې کولو وروسته دا د افغان ولسمشر او راجه پرویز اشرف لومړی ملاقات دئ. په عین وخت کې افغان ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې د دغه غونډې تر پیلدو د مخه وویل چې دغه درې اړخیزه غونډه د بریتانیا د صدارعظم په ابتکار جوړیږي.

کرزي وړاندې وویل: «موږ یو دموکراتیکه با امنه او با ثباته افغانستان غواړو او په عین وخت کې یو باثباته او دموکراتیکه پاکستان زموږ په گټه دئ.»

د راجه پرویز اشرف ویاند اکرم شهیدي ویلي دي چې هیواد ئې په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو ملاتړ کوي خو دغه څه باید د دوې پر هیواد منفي اغیزې و نه لري.

اکرم شهیدي همداشان زیاته کړې ده چې پرویز اشرف به له ولسمشر سره په خبرو کې د دې خبرې یادونه هم وکړي چې له خپلې خاورې څخه پاکستان ته د یاغیانو د ورتلو مخه ونیسي. پاکستان ادعا کوي چې څو وارې یاغیان د افغانستان له خاورې پاکستان ته وراوښتي او هلته ئې پر دولتي سرتیرو بریدونه کړي دي.

خو د افغانستان دولتي مقامات بیا برعکس پر پاکستان نیوکه کوي چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د وسله والو یاغیانو خوندي پټنځایونه شته. پر دې سربیره افغانستان دولت داسې ادعاوې هم کوي چې په افغانستان کې تر سره کیدونکي ځیني بریدونه د افغانستان له پولې د باندې د پاکستان په خاوره کې پلان شوي وي.

د بریتانیا لومړي وزیر هلمند ته سفر کړی دئ

د بریتانیا لومړي وزیر تیره ورځ «چهارشنبه د ۲۰۱۲م کال د جولایي ۱۸مه» هلمند ته سفر کړی دئ او له خپلو سرتیرو سره ئې لیدلي دي. هغه هلمند ولایت ته په خپل سفر کې پر دې خبره ټینگار وکړ چې په ۲۰۱۴م کال کې ئې له افغانستان څخه د پوځونو د راایستلو پریکړه پر ځای پاتې ده. بریتانیا په افغانستان کې ۹۵۰۰ سرتیري لري.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم