1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلیفورنیا غواړي د اعدام سزا له منځه یوسي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۵, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/14k5D

د روان کال په نومبر کې به د متحده ایالاتو په کلیفورنیا کې د مرګ د سزا د له منځه وړلو په هکله یوه پرېکړه وشي. د دغه ایالت داخله وزارت خبر ورکړی دئ چې په دې اړه ئې د ۵۰۰ زرو په شاوخوا کې لازم لاسلیکونه راټول کړي دي. په دغه مسوده کې راغلي دي چې پس له دې باید د مرګ د سزا پر ځای د عمري بند سزا تطبیق سي خو په دې شرط چې مجرم مخکې له وخته د محبس څخه راخلاص نه سي.

نو که دغه قانون پر اوسنیو زندانیانو هم تطبیق سي، په هغه کې ۷۲۳ کسان شاملیږي چی همدا اوس د اعدام له سزا سره مخامخ دي. په کلیفورنیا کې د اعدام وروستۍ سزا په ۲۰۰۶ کال کې بطبیق شوه. تر اوسه پورې د متحده ایالاتو ۱۷ ایالتونو د اعدام سزا له منځه وړې ده.