1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلينټن: د حقاني او طالبانو سره د سولي د خبرو هڅي جاري ساتو

۱۳۹۰ مهر ۲۰, چهارشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري، هيلري کلينټن، د سه شنبې په ورځ وويل، چي متحده ايالات لا اوس هم غواړي چي د حقاني شبکې په ګډون په افغانستان کي د طالبانو سره د سولي خبري اتري وکړي.

https://p.dw.com/p/12qTJ
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلينټن
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلينټنانځور: dapd

هغې د رويترز سره په يوه مرکه کي ويلي، چي که څه هم د حقاني ډله د متحده ايالاتو، افغان حکومت او نورو نړيوالو ملګرو ته په افغانستان کي خطرناکه ده. خو امريکا نه غواړي چي د سولي کومه ممکنه دروازه د چا پر مخ وتړي.

د افغانستان د سولي په پروګرام کي د حقاني د ډلي شاملول په امريکا کي هم په يوي جنجالي موضوع بدله سوې ده. امريکايي چارواکي د حقاني ډله، په وروستيو کي د امريکا پر سفارت او د امريکايي ځواکونو پر يوه موټر په بريد کولو تورنوي.

د متحده ايالاتو پخواني لوی درستيز، مايک مولن، بيا تيره مياشت وويل، چي د پاکستان استخباراتي اداره د حقاني شبکې څخه په افغانستان کي د امريکا پرضد په يوه پټه جګړه کي کاروي، چي د امريکا دولت بيا د مولن له دغو خبرو څخه به تدريج سره خپل ملاتړ کم کړ.

دا په داسي حال کي ده چي اوباما او نورو امريکايي لوړ پوړو چارواکو پاکستان ته ګواښ کړی، چي د حقاني په وړاندي پوځي عمليات وکړي، که نه نو له امريکا سره به د دغه هيواد ملګرتيا له کواښ سره مخامخ سي.

راپورونه وايي، چي امريکايي چارواکو د حقاني ډلي سره خبري اتري کړي، ترڅو دغه ډله په افغانستان کي د سولي له بهير سره يو ځای کړي. خو د خبرو اترو د جزئياتو وروکولو څخه ډډه سوې.

په داسي حال کي چي امريکايي سرتيري په افغانستان کي د ياغيانو په وړاندي په جګړه بوخت دي، د بارک اوباما د ادارې اصلي پاليسي د افغانستان لس کلني جګړې ته د سولي له لاري د پاي ټکي ايښودل دي.

کلينټن په مرکه کي ويلي، چي که څه هم امريکا غواړي د افغانستان جګړه د سولي له لاري حل سي، خو بيابه هم دوی خپل پوځي کمپاين پر مخ بيايي، ځکه چي امريکا فکر کوي له دغي لاري کولای سي پر ياغيانو فشار راولي او هغو د سولي لپاره چمتو کړي.

کلنتن وويل چي اوس دواړه متحده ايالات او د حقاني ډله هڅي کوي، چي يو بل ووژني. خو د هغي په وينا دا په هره جګړه کي معمول دي، چي دواړه اړخونه د جګړې د پر مخ وړلو سربيره د خبرو اترو چانسونه ارزوي:

«په ډيرو مواردو کي چي جګړه وي، د جګړې اړخونه د يو بل سره هم جګړه کوي او هم خبري کوي. بيا کيدای سي چي د خبرو په پايلي کي يو اوربند رامنځ ته سي او بالاخره بيا داسي وخت راسي، چي د جګړې اړخونه يوازي په خبرو سره بوخت وي.»

کلنتن همدا راز دې پوښتني ته په مستقيمه توګه جواب ور نه کړ، چي ايا متحده ايالات به د حقاني ډله د يوې بهرنۍ تروريستي ډلي په توګه وپيژني او که نه؟ هغې وويل چي امريکا به د ځان لپاره دغه انتخاب آزاد پريږدي.

بله خوا بيا د اسوشيتيد پريس سره په يوه مرکه کي مېرمن کلينټن ويلي دي، چي د افغانستان دولت به هم د طالبانو سره د خبرو اترو کولو هڅو ته دوام ورکړي.

دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان د سولي د عالي شورا د مشر تر وژل کيدو وروسته، افغان ولسمشر، حامد کرزي وويل، چي افغان حکومت به اوس د طالبانو پر ځای له پاکستان سره خبري وکړي.

رويترز، اسوشيتيد پرس/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل