1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلينتن: افغان طالبانو ته زمونږ پيغام ښکاره دی

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۴, چهارشنبه

د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلينتن وويل چي په افغانستان کي طالب ياغيان باید اوس له القاعدي سره خپلي اړيکي وشلوي، که نه نو هغوي هم د اسامه بن لادن له برخه ليک سره مخامخ کيږي.

https://p.dw.com/p/1181N
د بهرنيو چارو وزيره هېلري کلنټن
د بهرنيو چارو وزيره هېلري کلنټنانځور: AP

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلينتن د القاعدي د شبکي د مشر اسامه بن لادن له مرګ څخه يو ورځ وروسته د تروريزم ضد مبارزي لپاره د خپل هيواد ټينګه اراده څرګنده کړه. هغي وويل چي په افغانستان کي د طالبانو په ليکو کي د القاعدي متحدينو پسي هم څارنه روانه ده او په عين وخت کي د دي هيواد له حکومت او د ترهګرو د تجريد ملاتړ خبره یی ياده کړه. افغان ځواکونو ته د مسووليت سپارل د پلان په مطابق سرته رسول کيږي.

کلینتن وویل: «طالبانو ته زمونږ پيغام د پخوا په شان دي، خو نن ښايي دي پيغام نور هم قوت اخيستي وي، هغه دا چي: تاسي مونږ باندي لاس برتوب نه شي موندلاي. خو تاسي خپله تصميم نيولاي شي. له القاعدي څخه مخ واړوي او په يوه سوليزه پروسه کي ګدون وکړي.»

کار پوهان په دي آند دي چي د اسامه بن لادن مرګ يواځي سمبوليک اهميت لري.
د «امريکايي پرمختګ لپاره د مرکز» څخه د نړيوال امنيتي سياست کار پوه ، ميښايل ورڅ وايي: «د دي يو دليل دا دي چي القاعدي په افغانستان کي له اوږدي مودي په دي را په دی خوا يواځي يو فرعي نقش درلود. او بل دا چي په تيرو کلونو کي اسامه بن لادن په پوځي عملياتي برخه کي کوم ستر نقش نه درلود. نو په دي وجه د هغه مرګ يواځي يو سمبوليک اهميت لري. د هغه مړينه په هيڅ صورت سره په افغانستان کي د جګړي په ډګر باندي کومه اغيزه نه لري.»

خو د امريکايي خاصي کوماندو له خوا د اسامه بن لادن وژني سمبوليک اهيمت ته بايد هيڅکله په کمه سترګه ونه کتل شي. له دي سره نه يواځي د متحده ايالاتو په بهرني سياسي کي د يو نفوذ لرونکي فصل پاي دي، بلکه د متحده ايالاتو د ولس مشر اوباما انتقاد کونکي يي هم ګنګ کړل، هغو چي هغه يي يو کمزوري او سازش کونکي ولسمشر ګاڼه.

د بهرنيو چارو کار پوه «ګيديون روز» ژورناستانو ته په يو تيلفوني کنفرانس کي وويل چي د اسامه بن لادن مرګ ولسمشر اوباما ته پرانيستي ميدان جوړ. روز چي اوس د «بهرنيو اړيکو د شورا» کار پوه دي د ولسمشر بيل کلينتن په اداره کي د ملي امنيت د تيم غړي ؤ وويل:
« که چيري اوباما نه غواړي چي تګ لاري ته بدلون ورکړي، نو له ورستيو بدلونونو څخه وروسته دی هم بايد ونه کړي، خو که چيري غواړي چي ژر له افغانستان څخه د وتلو امر صادر کړي، نو اوس په ښه توګه هغه توجيه کولاي شي. هيڅوک ويلاي نه شي چي کار نا تمام پاتي دي او بن لادن ژوندي دي او خپلي واري ته ګوري.»

طالبانو د خپلو پسرلني عملياتو اعلان تر مخه لا کړی ؤ
طالبانو د خپلو پسرلني عملياتو اعلان تر مخه لا کړی ؤانځور: DW

د کار پوه روز په نظر په افغانستان کي د امريکايي سرتيرو د زياتولو او د تروريزم ضد ستراتيژي پر سر د بحث لپاره په زړه پوري موضوع اوس دا خبره هم ده چي د اسامه بن لادن د هستوګني په هکله معلومات له کومه ځايه لاس ته راغلل:
« که چيري وموندل شي چي د سرتيرو زياتول د دغو معلوماتو لاس ته راوړل ارتباط نه لري، نو دا فکر پيدا کيږي چي په دي هيواد کي لږ سرتیری هم بسيا کوي. او که چيري معلومه شي چي د امريکايي سرتيرو له زياتولو سره دغه معلومات لاس ته راغلي دي، نو دغه ضد او نقيض بحث پاي ته نه رسيږي.»

ولسمشر اوباما په افغانستان کي د خپل سرتيرو شمير څه د پاسه يو کال مخکي دري برابر زیات کړ او په خپل سلف جارج دبليو بوش باندي تورلګاوه چي د عراق له جګړي سره يي د سپتمبر د يولسمي طراح او عامل له پآم څخه غورځولي دي.»

د متحده ايالاتو يو بل کار پوه فيل باب براون وايي چي اوس په واشنګتن بحث پر دي روان دي چي وروسته له 2014 کال څخه په افغانستان کي د امريکايي سرتيرو حضور به څه ډول وي.

کرسټيانه بېرگمان / عبدالباري حکيم
کتونکی: احمدولي اڅکزی