1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلنټن: په لیبیا کې د امریکا پر سفارت د برید پړه پرغاړه واخیسته

۱۳۹۱ مهر ۲۵, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/16QcE

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن، په لیبیا کې د امریکا پر قنسلگرۍ باندې د برید پړه پر غاړه اخیستې ده.

په دې برید کې لیبیا ته د امریکا متحده ایالاتو د سفیر په گډون څلور تنه امریکایي دیپلوماتان ووژل شول.

کلنټن د دوشنبې په ورځ وویل چې د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د امریکا د سفاروتونو امنیت د هغې دنده ده نه د سپینې ماڼۍ.