1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلنټن: بشار الاسد د ۲۰۰۰ کسانو د قتل مسؤلیت لري

۱۳۹۰ مرداد ۱۴, جمعه

د سوریي په وړاندي د پوځي عملیاتو په اړه په واشنګټن کي لا څوک خبري نه کوي. امریکا د دغه کار لپاره نه پیسې او نه ولسي ملاتړ لري. د دې سربیره ایران هم د سوریي تر شا ولاړ دی. په سوریې برید ډيري ناوړي پایلي لرلی شي

https://p.dw.com/p/12BdN
هیلري کلنټن
هیلري کلنټنانځور: AP

دا چي د سوریي پر ضد دي پر پوځي عملیاتو لاس پوري شي، د نژدي ختیځ د سیاست کارپوه، انډریو ټيبلر، په نظر په اوسني وخت کي ناممکنه بریښي. هغه وايي:

«لومړۍ دلیل خو یي دا دی چي په لیبیا کې څومره چي مونږ فکر کاوه، کار تر هغي ډير سخت تمام شو. دا خبره چي د سوریي په وړاندي دي پوځي عملیات بیخي امکان ونلري، نه داسې نه ده، خو په نزدې راتلونکي کې یي امکانات ډير کم دي.»

دا په داسي حال کي ده چي د بشار الاسد د رژیم په وړاندي د واشنګتن په دریځ کي تندوالې لیدل کیږي.

د متحده ایالاتو د ولسمشر ویاند، جی کیرني، ویلي چي بشرالاسد په خپل هیواد کي د بي ثباتۍ لامل دی:

«کوم انځورونه چي له سوریي څخه بهرنۍ نړۍ ته خپریږي، د خپلو خلکو پر ضد د سوریی د حکومت له وحشت څخه حکایت کوي او د دغه رژیم خصوصیت څرګندوي. روان وضعیت د دي شاهد دي چي ولسشمر اسد د دي توان نه لري چې د خپلو خلکو قانوني غوښتونو ته ځواب ورکړي.»

په عین وخت کي د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیري هم د سوریي پر ضد د خپل هیواد فشار زیات کړی دی.

کلنټن ویلي چي امریکا به په اروپایي او عربي ټولنو او نورو هیوادونو باندې زور رواړي ترڅو سوریه تر فشار لاندي ونیسي چې د لاریون کوونکو په وړاندي د زور زیاتي څخه لاس په سر شي.

کلنټن ویلي چي د بشارالاسد رژیم د ۲۰۰۰ تنو د وژلو مسؤلیت لري، هغي دا خبره یو ځل بیا تکرار کړي چی واشنګټن په دي یقین لري چې بشرالاسد دا جواز له لاسه ورکړی چي د سوریی پر خلکو حکومت وکړي.

کلنټن زیاته کړي چی د یو کلن ماشوم د وژني وروسته معلوميږي چي په سوریي کي وضعه څومره کړکیچنه ده. کلنټن د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د هغي بیانیي په اړه چي په کي د بشرالاسد د رژیم غندنه شوې، د خوښۍ څرګندونه کړي.

د امریکا متحده ایالاتو لوړپوړي دیپلوماتي د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر، جون بایرډ، سره یوځایی یو مطبوعاتي کنفرانس ته ویلي:

«مونږ په دې پوهیږو چي دا کار به وخت ونیسي تر څو په نړیواله کچه یو ایتلاف په دي اړه خبرې وکړي چي په سوریه کي څه تیریږي.»

کلنتن زیاته کړي چي امریکا اروپایی ټولني او عربي هیوادونو ته ضرورت لري ترڅو ترڅو د اسد پر رژیم زور راوړي.

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکي: عبدالباري حکیم