1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

کریکټ: ګلبدین نایب د یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر شو

۱۳۹۸ فروردین ۱۶, جمعه

د افغانستان د کریکټ بورډ د غوراوي کمیټې مشر د سویلي افریقا تمریناتي کمپ له پاره ملي لوبډله اعلان کړه. پر دې سربیره ګلبدین نایب د یو ورځنیو لوبو، کپتان ټاکل شوی دی. خو کارپوهان څه وايي؟

https://p.dw.com/p/3GJWE
Afghanistan Cricket-Team (Bildergalerie) Gulbadin Naib
انځور: M. Uz Zaman/AFP/Getty Images

د افغانستان کریکټ بورډ د نړیوال جام په درشل کې د تمریناتي کمپ له پاره ۲۳ کسیزه لوبډله اعلان کړه. له دغې ۲۳ لوبغاړو به ۱۵ د نړیوال جام سیالیو له پاره غوره کیږي. په پام کې ده چې دغه لوبډله سویلي افریقا ته د تمریناتو په موخه د جمعې په ورځ سفر وکړي.

د کریکټ د غوراوي کمیټې مشر دولت احمدزي په خپلو څرګندونو کې وویل: «په دې موږ او تاسو ټول پوهیږو چې د افغانستان په کریکټ کې اوس بدلون راغلی او موږ هم باید بدلون ومومو.» د هغه په خبره د ټیم په کارګردګې کې غوراوي کمیټه مهم نقش لري.

د غوراوي کمیټې مشر دا هم وویل چې دوی د یوې مهمې پروسې پر لور روان دي، چې په خبره یي یوه پروسه له ۲۰۱۵م کال څخه تر ۲۰۱۹م کاله پورې وه او بله بیا له ۲۰۱۹م کال څخه تر ۲۰۲۳م کاله پورې ده.

خو د کریکټ د چارو پوه بادام احمدزی وایي چې په دې سربیره چې دوی له پخوا څخه پر دې ټینګار کاوه چې د درو فارمیټونو له پاره جلا لوبډلمشران ولرو خو کیدای شي د نوي کپتانانو ګومارل د افغانستان له پاره زیانمن هم وي. د هغه په خبره «دغه لوبډلمشران له آیرلنډ سره تر سیالیو دمخه باید بدل شوي وای، ځکه چې دغه نوي کپتانان به په سمه توګه ازمویل شوی وای.»

د افغانستان د کریکټ بورډ له لوري راشد ارمان د شل اوریزو لوبو د لوبډلمشر او تر څنګ یي شفق الله شفق د مرستیال لوبډلمشر، ګلبدین نایب د یو ورځنیو لوبو د لوبډلمشر په توګه او راشد ارمان د مرستیال لوبډلمشر او همداشان رحمت شاه د ټیسټ لوبو د لوبډلمشر او ورسره حشمت الله شاهدي د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.

بادام احمدزي په دې تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د ده په آند «راشد خان باید د یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر وای، ګلبدین په هیڅ صورت حقدار نه وو.» د هغه په خبره یو علت دا دی چې شا او خوا دوه نیم یا درې کال کیږي چې راشد خان د یو ورځنیو لوبو مرستیال لوبډلمشر دی او کله چې کپتان لیرې کیږي نو «مرستیال لوبډلمشر حقدار وي چې هغه لوبډلمشر شي.» هغه زیاتوي چې د دې علت دا دی چې کله په لوبډله فشار راځي، لکه کپتان ټپي کیږي او یا ستړی وي زیاتره مهال مرستیال لوبډلمشر دغه فشار اخیستی وي او تجربه لري.

بادام احمدزی د رحمت شاه ټاکل پر ځای پریکړه یادوي او وایي چې داسې کس باید لوبډلمشر وټاکل شي چې «په خپله بوج نه وي او د داسې چا ځای يي نه وي نیولای چې د لوبډلې له پاره ښه ثابتیدای شي.»

د کریکټ بورډ د غوراوي کمیټې مشر په خپلو څرګندونو کې دا هم وویل چې فټنس یا فزیکي وړتیا په برخه کې اوس هم ستونزې شته چې په خبره یې په سویلي افریقا کې د تمریناتي کمپ وروسته به د لوبغاړو د فټنس په پام کې نیولو سره د نړیوال جام له پاره ۱۵ کسیزه ډله اعلان کړي.

د سویلي افریقا له پاره په اعلان شوي ۲۳ کسیزه لوبډله کې دا کسان شامل دي: شهزاد محمدي، نور علي ځدراڼ، حضرت الله ځاځی، عثمان غني، اصغر افغان، حشمت الله شاهدي، رحمد شاه، محمد نبي، نجیب ځدراڼ، ګلبدین نایب (لوبډلمشر) راشد ارمان (مرستیال لوبډلمشر) درویش رسولي، مجیب ځدراڼ،  شفیق الله شفق، دولت ځدراڼ، آفتاب عالم، شاه پور ځدراڼ، حمید حسن، کریم جنت، قیس احمد، شریف الدین اشرف، سید شیرزاد او سمیع الله شینواری.

په پام کې ده چې د افغانستان لوبډله به په سویلي افریقا کې څو ورځنی تمریناتي کمپ ولري او هلته به د یو شمیر ځایي لوبډلو سره سیالي هم وکړي. د افغانستان د کریکټ بورډ د ویاند په وینا دغه لوبډله به د رواني میلادي میاشتې په پای کې بیرته افغانستان ته راستنه شي.