1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کریکټ: د ځوانانو لوبډلې نړیوال جام ته لار ومونده

۱۳۹۰ مرداد ۱۹, چهارشنبه

د افغانستان د ځوانانو (د ۱۹کلونو څخه د کم عمر) لرونکي د کریکټ لوبډلې د د ۲۰۱۲م کال نړیوال جام ته لار ومونده.

https://p.dw.com/p/12E2W
ارشیف انځور
ارشیف انځورانځور: AP

د افغانستان لوبډلې پرون د کاناډا سره یوه ورځینی لوبه درلوده. افغان لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته کوربه لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

د کاناډا لوبډله دومره ښه ونه ځلیده او په دې ونه توانیده چی د افغانستان د لوبډلی توپ اچوونکو ته ټینګه شې. د کاناډا ټوله لوبډله په ۷۱ منډو وسوځیده.

په ځواب کې افغان لوبډلې ټاکلې هدف په ډیر آسانی سره تر لاسه کړ، او په ۱۵ اوور کې د دوو لوبغاړه په سوځیدو دغه منډې پوره کړی.

که څه هم په تیرو څو سیالیو کې افغان لوبډله دومره ښه نه وه ځلیدلي خو په تیرو دوو لوبو کي د افغانستان د ځواني لوبډلې دا دوهمه پرلپسي بریا وه. تر دې وړاندې افغان لوبډلي ۷ لوبی تر سره کړې وې چې ۴ څلور یی ګټلې وې.

په پام کې ده چی د ۲۰۱۲م کال د اګست په میاشت کې به د ۱۹ کلنو څخه د کم عمر لرونکو د کریکټ نړیوال جام به په آسترالیا کې تر سره شي.

تیره ورځ د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې هم په پرلپسی توګه په دوهم ځل د کاناډا لوبډلې ته د یوې ورځنې لوبو په سیالیو کی ماتې ورکړه. د باران له امله د ۵۰ اورونو پر ځایی دغه لوبه ۲۰ اورونو ته راښکته کړاې شوه. د افغانستان لوبډلې لمړۍ خپله منډو ته ملا وتړله او ۱۵۰ منډې یی جوړې کړې. په ځواب کي د کاناډا ټوله لوبډله په ۱۳۷ منډو وسوځیده. دغه شان دغه لوبه په ۱۷ منډو افغانستان وګټله.


اژانسونه/ سید ریاض
کتونکې: نجیب الله زیارمل