1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

کریکټ: افغانستان له بنګله دیشه دوهمه لوبه هم وګټله

۱۳۹۸ تیر ۳۰, یکشنبه

د افغانستان د کریکټ الف لوبډلې په خپله دوهمه پنځوس اوریزه لوبه کې د بنګله دیش سیالې لوبډلې ته په څلورو ویکټو ماتې ورکړه. د پنځوسو اوریزو پنځو لوبو په لړۍ کې افغانستان له بنګله دیش څخه ۲ – ۰ مخکی دی.

https://p.dw.com/p/3MRtu
ICC Cricket U19  Afghanistan vs Bangladsch
انځور: ICC

د افغانستان د کریکټ الف لوبډلې پر له پسې بریاوې ادامه لري. د ۵۰ اوریزو لوبو په پنځو لوبو کې افغانستان خپلې لومړۍ دواړه لوبې ګټلي دي. تر دې دمخه د افغانستان الف لوبډلې د بنګله دیش له الف لوبډلې څخه دوه ټیسټ لوبې هم ګتلي دي.

د یکشنبې په ورځ د افغانستان لوبډلې د ټاس یا پچې تر ګټلو وروسته خپلې سیالې لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. د لومړنۍ لوبې په پرتله د بنګله دیش الف لوبډلې زیاتې منډې وکړې او د افغانستان لوبډلې ته یې د ۲۷۹ منډو هدف وټاکه. د افغانستان لوبډلې د وروستي اور په لومړي توپ د شپږو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۸۱ منډې وکړې.

د لوبې غوره لوبغاړی د افغانستان توپ وهونکی ابراهیم ځدراڼ وټاکل شو چې په ۱۴۹ توپونو یې د اوو شپږیزو او اوو څلوریزو پر مټ ۱۲۷ منډې وکړې. د افغانستان په بریا کې د شرف الدین اشرف چټکو منډو هم نقش لاره چې په ۱۷ توپونو یې ۳۶ منډې وکړې. د بنګله دیش الف لوبډلې له لوري محمد متهون تر ټولو زیاتې يعنې ۸۵ منډې وکړي.

د افغانستان د الف لوبډلې توپ اچونکو کریم جنت او فضل نیازي د سیالې لوبډلې درې، درې لوبغاړي وسوځول.

په نړیوال جام کې د افغانستان لوبډله هغسې ونه ځلیده، لکه چې تمه یې کیده. خو د ځوانو لوبغاړو ښه ځلیدل د افغانستان د کریکټ له پاره یو ښه زیری دی. په پام کې ده چې د افغانستان الف لوبډله د بنګله دیش له الف لوبډلې سره نورې درې پنځوس اوریزې سیالۍ هم تر سره کړي.