1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کریمیا: د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کیدل

شیرین گردیوال (کرستین اگناتزي)۱۳۹۲ اسفند ۱۸, یکشنبه

وسله والې ډلې د کریمیا ټاپوزمه کنترولوي. سیاستوال او د نړیوالو حقوقو کارپوهان پر روسیې باندې د نړیوالو قوانینو د تر پښو لاندې کولو تور لگوي. روسیه ادعا کوي چې نړيوال قوانين یې نه دي مات کړي، خو دلایل يې نیمگړي بريښي.

https://p.dw.com/p/1BMRj
انځور: picture-alliance/dpa

د لوگزامبورگ پخواني لومړی وزیر او اوس د اروپايي پارلمان له پاره د محافظه کار گوند مخکښه نوماند ژان کلود یونکر، له یوې آلمانۍ رسنې سره په خبرو کې وویل، «هغه څه چې د روسیې مشرتابه د کریمیا په ټاپوزمې کې کړي دي، په ښکاره ډول له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده». هغه زیاته کړه: «هغه ژمنې چې د روسیې مشرتابه په ۹۰مو کلونو کې د اوکراین او کریمیا په اړه کړې وې له اوسنیو اقداماتو سره سر نه خوري.»

د آلمان صدراعظمه انگلا میرکل، هم ښايي د دغه سیاستوال له څرگندونو سره موافقه وي. د میرکل د ویاند مرستیال گیورگ شتریتر، دا خبره تایید کړې ده چې صدراعظمې له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په تلیفوني خبرو اترو کې پر هغه باندې تور لگولی دی چې په کریمیا کې یې د منلو نه وړ مداخله کړې ده.

د ملگرو ملتونو منشور چې د نړيوالو قوانینو بنسټ جوړوي، هیوادونه د جگړې له پیلولو څخه منعه کوي. خو روسیه په دې باور ده چې په پولو کې یې پوځي اقدامات د نړیوالو قوانیو تر تاثیر لاندې نه راځي. پوتین کریمیا ته د پوځیانو استول توجیه کوي او وایي چې په دې سیمه کې د روسي الاصلو وگړو ژوند په خطر کې دی.

خو د آلمان د بن ښار په پوهنتون کې د نړيوالو قوانینو کارپوه پروفیسر شتيفان تالمون، د پوتین استدلال غلط بولي او وایي: «په نړیوالو قوانینو کې داسې کومه برخه نه شته چې له مخې یې یو هیواد کولای شي بل هیواد ته خپل سرتیري واستوي ترڅو د دې هیواد د یو شمیر اوسیدونکو ساتنه وکړي. نړيوال قوانین په دې ځای کې ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ ته ډیر ارزشت ورکوي.»

دغه کارپوه روښانوي چې ان د عام وژنو او د بشر پر ضد جنایتونو په صورت کې هم یو هیواد د ملگرو ملتونو د امنیت شورا تایید ته اړتیا لري چې وشي کولای یوه بل هیواد ته خپل سرتیري واستوي او پر هغه باندې برید وکړي. تالمون وايي: «که ان له بشري حقونو څخه دفاع یو ښه دلیل نه وي، نو هغه څه چې اوس په روسیې کې پیښیږي په هیڅ صورت له نړیوال قوانینو سره تطابق نه لري.»

د دغه آلماني کارپوه په خبره کریمیا ته د پوځیانو استول هغه وخت د نړیوالو قوانیونو له مخې ترسره کیدای شي چې د اوکراین حکومت له روسیې څخه د مرستې غوښتنه وکړي. هغه وایي: «په جلا وطنۍ کې هم یو حکومت د دغه شان یوې مداخلې غوښتنه کولای شي او پخوانی ولسمشر یوناکویچ اوس په روسیې کې دی.»

تالمون زیاتوي چې په دې صورت کې باید په یوه هیواد کې د کودتا په پایله کې حکومت رامنځ ته شوی وي چې د اوکراین په برخه کې یوناکویچ د پارلمان له خوا له دندې گوښه شو.

دا په داسې حال کې ده چې په ملگرو ملتونو کې د روسیې استازي ويتالی چرکین د ملگرو ملتونو د امنیت په شورا کې په کریمیا کې د روسیې پوځي مداخله توجیه کړه او ویې ویل چې یانوکویچ زمونږ څخه د نظم او قانون د بیا راوستلو غوښتنه کړې وه.

د روسي چارواکو په څرگندونو کې د نظر اختلاف

تالمون وایي چې د روسي چارواکو په څرگندونو کې هم اختلافات موجود دي. هغه زیاتوي چې روسیه له یوې خوا ټینگار کوي چې کریمیا ته یې پوځیان نه دي استولي او له بلې خوا بیا استدلال کوي چې دې سیمې ته یې د یانوکویج د بلنې پر اساس پوځیان استولي دي.

اوس کریمیا د یو شمیر وسله والو کسانو له خوا کنترولیږي چې روسي پوځي جامې پر تن نه لري. روسیه ټینگار کوي چې دغه وسله وال کسان ولسي وگړي دي چې له خپل ځان څخه د دفاع په موخه یې پاڅون کړی دی، خو د اوکراین موقت حکومت بیا دغه وسله وال وگړي روسي پوځیان بولي.

تالمون وایي چې دغه وسله وال کسان روسي پوځیان هم نه وي، نو د نړیوالو قوانینو د ماتیدو معنی لري، ځکه د هغه په خبره نړیوال قوانین هیوادونو ته حق نه ورکوي چې په یوه بل هیواد کې د غیر منظمو وسله والو ډلو ملاتړ وکړي.

تالمون دې خبرې ته اشاره کوي چې د نړیوالو قوانینو پلي کول په ډیرو مواردو کې یو ستونزمن کار دی. هغه په دې برخه کې په ۱۹۹۸ کال کې د ناټو له خوا په کاسوو کې مداخلې ته اشاره کوي او وایي: «لویدیځې نړۍ هغه وخت ټول نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړل او اوس د روسیې اقدامات هم هغې ته ورته دي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب