1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

کرکیټ: افغانستان د نړیوال جام پای لوبې ته و نه رسید

۱۳۹۶ بهمن ۹, دوشنبه

د آسترالیا تر ۱۹ کالو د کم عمر لرونکو لوبډلې د نړیوال جام په نیمه پای لوبه کې افغانستان ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه. له دې سره آسترالیا پای لوبې ته ووته. بله نیمه پای لوبه د هند او پاکستان د لوبډلو تر منځ ده.

https://p.dw.com/p/2rgaI
ICC Cricket U19  Afghanistan vs Bangladsch
انځور: ICC

آسترالیا چې درې وارې یې تر ۱۹ کلنو د کم عمر لرونکو نړیوال جام ګټلی دی د افغانستان توپ وهونکي دې ته پرې نه ښوول چې لوړ هدف وټاکي. افغانستان په ۴۸ اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۸۱ منډې وکړې او آسترالیا دغه هدف د څلور لوبغاړو په سوځیدو سره په ۳۸ اوور کې پوره کړه.

د آسترالیا آل راونډر جوناتن میرلو د ۲۴ په منډو په ورکولو سره د افغانستان څلور لوبغاړي وسوځول. په توپ وهنه کې د آسترالیا جیک ایدوارد ښه وځلید چې ۶۵ توپونو یې ۷۲ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

په پام کې ده چې د جنورۍ په ۳۰ به هند او پاکستان لوبډلې نیمه پای لوبه وکړي او ګټونکي لوبډله به د فبروري په دریمه نیټه له آسترالیا سره د سږني نړیوال جام پای لوبه وکړي.

افغانستان سږ کال په ګروپي سیالیو کې د پاکستان او سریلانکا لوبډلو ته ماتې ورکړه او کوارټر فاینل سیالیو ته یې لار ومونده او په کوارټر فاینل کې یې د نیوزیلنډ لوبډلې ته په ۲۰۲ منډو ماتې ورکړه.

د افغانستان لوبډلې د سږني جام وروستي پړاو ته د لار موندنې هیله درلوده خو د ځوانانو لوبډلې توپ وهونکي د آسترالیا پر وړاندې ښه و نه ځلیدل.

د افغانستان د ځوانانو لوبډلې د ټاس یا پچې تر ګټلو وروسته په داسې حال کې چې ځمکه نمجنه وه په خپله د توپ وهنې پریکړه وکړه. د افغانستان د منډو جوړولو بهیر د اوپنر ابراهیم ځدراڼ تر سوځیدو وروسته په کراره شو.

تر هغه وروسته اکرام عليخیل یو څه تم شو او په ۸۰ توپونو یې پنځوس منډې وکړې، خو له هغه سره بل کوم داسې لوبغاړی په ویکټه ټینګ نه شو او دا د دې سبب شو چې افغانستان د یوه لوړ هدف ټاکلو ته و نه رسیږي.

د افغانستان ټوله لوبډله په ۴۸ اور کې د ۱۸۱ منډو تر جوړولو وروسته وسوځیده. د یوه آسانه تعقیب پر مهال افغانستان هغه وخت یو چانس له لاسه ورکړ چې په اتو منډو د ایدوارد یو کیچ و نه نیول شو. ایدوار د آسترالیا له لوري تر ټولو زیاتې مندې وکړي. پارام اپال د آسترالیا بل توپ وهونکی وو چې ۳۲ منډې یې وکړې او د لوبې تر آخره ناسوځیدلی پاتې شو.

s.r/m.s (AFP)

زموږ له آرشیف څخه: