1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرکیټ: افغانستان اماراتو ته په لسو ویکټو ماته ورکړه

۱۳۹۴ شهریور ۹, دوشنبه

د افغانستان د کرکیټ د ۱۹ کلونو لوبغاړو ملي لوبډلي د اسیا پریمیر لیگ سیالیو کې خپله دریمه پر له پسې لوبه وگټله. د افغانستان لوبډلي متحدو عربي اماراتو ته په لسو ویکټو ماته ورکړه. افغانستان به خپلي دوې نوري لوبې هم وکړي.

https://p.dw.com/p/1GOX9
انځور د بلي لوبي دئ
انځور د بلي لوبي دئانځور: DW

د اسیا غوره لیگ سیالۍ په مالیزیا کې کیږي. په دغو سیالیو کې پر افغانستان سربیره د نیپال، مالیزیا، متحد عربي امارات، کویت او سعودي عربستان لوبډلي هم شاملې دي. دا د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلي پر له پسې دریمه بریا ده.

د دوشنبې په ورځ پچه متحدو عربي اماراتو وگټله او په خپله یې منډو جوړولو ته ملا وتړله چې ډیره گرانه ورته تمامه شوه. د اماراتو هیڅ بیټسمېن یا توپ وهونکی د افغانستان د بالرانو یا توپ اوچونکو پر وړاندي ټینگ نه شو. په ۳۱ اوور کې د متحدو عربي اماراتو ټول لوبغاړي د ۸۸ په مجموعي منډو وسوځیدل. تر ټولو زیاتې منډې د پریرا وې چې په ۴۴ توپونو یې ۳۴ منډي وکړې.

د افغانستان له خوا طارق ستانکزي تر ټولو زیات ویکټونه واخیستل او د مقابلي لوبډلې پنځه لوبغاړي یې وسوځول. ضیا الرحمن او راشد خان بیا دوه دوه ویکټه واخیستل. طارق د نن ورځې غوره لوبغاړی هم وبلل شو.

خو د افغانستان توپ وهونکو د تیرو لوبو په شان ډیره په زړه پوري لوبه وکړه. د افغانستان اوپنرانو حضرت الله او ناصر خان ډیره چټکه لوبه وکړه او دواړو په یوازي سر په دریالسم اوور کې ټاکلی هدف پوره کړ.

په زړه پوري لا دا وه چې دواړو پر ۳۹، ۳۹ توپونو ۴۱، ۴۱ منډي وکړې. حضرت الله دغه منډي د اوو څلوریزو او یوې شپږیزي او ناصر خان بیا د ۵ څلوریزو او یوې شپږیزي پر مټ پوره کړې.

افغانستان تر دې دمخه د کویت لوبډلي ته په ۸ ویکټو او د نیپال لوبډلې ته هم د لسو ویکټو په ستر توپیر ماتي ورکړې وې.

افغانستان د خپلو درو لوبو په گټلو سره شپږ نمرې لري او د جدول په لومړي سر کې ځای لري. نیپال او مالیزیا هم درې، درې لوبې کړي او دوې، دوې یې گټلي او په دې ترتیب په څلورو نمرو سره په ترتیب دویم او دریم مقام لري.

په دغو سیالیو کې پای لوبه نه وي خو هر ټیم چې په لومړي مقام کې ځای ولري د سیالیو گټونکی بلل کیږي، چې د افغانستان چانس تر ډیره روښانه دی.

افغانستان به د سپتمبر میاشتې پر لومړۍ نېټه له سعودي عربستان او پر دریمه نیټه له مالیزیا سره خپلي پاتي لوبي وکړي.