1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

کريکټ: د افغانستان او ايرلنډ لوبه جريان لري

۱۳۹۷ اسفند ۱۹, یکشنبه

ايرلنډ د پچې تر ګټلو وروسته پرېکړه وکړه چې فيلډينګ وکړي. دا د نړيوالو يو ورځنيو لوبو پنځمه مسابقه ده چې په هند کې تر سره کيږي.

https://p.dw.com/p/3EjwM
Asia Cup Cricket | Afghanistan vs. Bangladesch
افغانستان تېره لوبه له ايرلنډه ګټلې وهانځور: Getty Images/AFP/I.S. Kodikara

تر اوسه پورې څلويښت اورونه شوي دي. افغانستان د پنځو لوبغاړو په سوځېدلو سره ۱۴۱ منډې کړې دي. ايرلنډ په نننۍ او دريمه پر له پسې لوبه کې خپله روحيه وساتله چې غوښتل يې دغه لړۍ برابره او په مساوي توګه پای ته ورسوي.

افغانستان له درو مسابقو څخه دوې ګټلې او يوه يې بايللې ده. افغان لوبډلې د بېټينګ (توپ وهنې) په ساحه کې ژور تغييرات راوستل ځکه چې د لړۍ په اوږدو کې په دغه برخه کې له ستونزو سره مخامخ وه. د حضرت الله ځاځي پر ځای د اوپنر په توګه د تجربه کار توپ وهونکي محمد شهزاد لوبول په دې لړۍ کې يو له پنځو تغييراتو څخه وو.

افغانستان تېره لوبه ګټلې وه

افغانستان تېره لوبه په ۱۰۹ منډو ګټلې وه. شل کلن کيڼ لاسی ورو توپ اچونکی يا سپينر ظاهر خان په يو ورځنيو لوبو کې په اول ځل راڅرګند شو، په داسې حال کې چې افغانستان څلور ورو توپ اچونکي يا سپينران په خپله لوبډله کې لري.

اوپنر بيټسمن يا توپ وهونکی جاويد احمدي په دغو لوبو کې د نورعلي پر ځای راغلی وو، په داسې حال کې چې الراونډر سميع الله شينواري د اکرم علي خيل ځای نيولی وو. تجربه کار تيز توپ اچونکي، شاپور ځدراڼ هم له څه ځنډ وروسته په دغه لړۍ کې خپله لومړنۍ لوبه وکړه. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان غواړي خپله لوبډله په می مياشت کې د کريکټ د نړيوالو سياليو له پاره آماده کړي.

 

يادونه: د دې مطلب پخوانۍ بڼه کې تېروتنه اصلاح شوه. لوبه ادامه لري چې کېدای شي ارقام بدلون ومومي.