1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کروکر: په افغانستان کي دايمي اډې نه غواړو

۱۳۹۰ مرداد ۳, دوشنبه

د افغانستان له پاره د امريکا د متحده ايالاتو نوي سفير ويلي، چي هيواد يې په افغانستان کي دايمي پوځي اډو ته کومه ليواليتا نه لري او هيڅ کله دا نه غواړي چي په نورو هيوادونو کي د نفوذ په خاطر ددغه هیواد خاوره استعمال کړي.

https://p.dw.com/p/122t5
په کابل کي د امريکا نوی سفير راين کريکر.
په کابل کي د امريکا نوی سفير راين کريکر.انځور: AP

واشنګټن د افغانستان دولت سره په خبرو بوخت دی تر څو د ۲۰۱۴م کال وروسته کله چي د ناټو ځواکونه افغان امنيتي ځواک ته امنيتي چاري وسپاري، په افغانستان کي د اوږدې مودې له پاره پاته سي او يا هم هلته دايمي اډې ولري.

خو تر اوسه لا ددغه ستراتيژيک تړون په اړه څرګند معلومات نسته، چي د ۲۰۱۴کال وروسته به د امريکا متحده ايالات په افغانستان کي دايمي اډي ولري که نه.

افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي، چي د امريکا د متحده ايالاتو سره د اوږدې مودې تړون په هکله هغه وخت خبري کيدای سي، چي په افغانستان کي امن وي.

راين کروکر د دوشنبې په ورځ په کابل کي د خپلي دندي تر په پيلدو وروسته ويلي:« موږ په افغانستان کي په دايمي اډو کي کومه دلچسپي نه لرو، موږ به په افغانستان کي تر هغه پاته سو تر څو، چي موږ ته اړتيا وي.»

افغانستان د ګاونډي هيوادونو پاکستان او ايران سره هم پيچلي اړيکي لري. او دغه هيواد د خپلو هيوادونو له پاره د خطر په توګه په ګوته کوي او په سيمه کي د امريکا د متحده ايالاتو د نفوذ څخه ويريږي. د بل طرفه روسيه او چين هم په سيمه کي د امريکا د متحده ايالاتو شتون انديښمن کړي.

خو په هر صورت د افغانستان پر پوځ تر ملياردونو ډالرو لګښت وروسته هم دغه پوځ د بې سوادۍ او اختلاس سره لاس او ګريوان دی.

کروکر وايي چي د امريکا متحده ايالات کومه پټه اجندا نه لري. هغه ويلي: « موږ کومه دلچسپي نه لرو چي په ګاونډويو هيوادونو کي د نفوذ له پاره افغانستان استعمال کړو.»

هغه زياته کړي: « په افغانستان کي زموږ دلچسپي په دې کي ده، چي په افغانستان کي امنيت او ثبات رامنځ ته سي او د دې خبري تر يقيني کولو وروسته چي افغانستان به نور د نړيوالو ترهګرو له پاره خوند ځاي نه وي.»

کروکر په ۲۰۰۱م کال کي د طالبانو د رژيم د نسکوريدو وروسته په کابل کي د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت بيا پرانستنه هم کړې ول.

کروکر همدا شان په پاکستان، عراق، سوريه، کويټ او لبنان کي هم د امريکا د متحده ايالاتو د سفير په توګه دندي تر سره کړي دي.

اژانسونه / سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل