1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کروکر: افغانستان بايد له پامه ونه غورځول سي

۱۳۹۰ خرداد ۱۹, پنجشنبه

افغانستان او پاکستان له پاره د بارک اوباما نوي ځانګړي استازي، راين کروکر، ويلي چي امريکا بايد د افغانستان څخه مخ و نه ګرځوي ځکه چي دغه کار به د متحده ايالاتو له پاره ډيري ناوړي پايلي ولري.

https://p.dw.com/p/11XQQ
جنرال پيتريياس او راين کروکر د سنا مجلس د بهرنيو چارو کمېټې ته د وينا پر مهال
جنرال پيتريياس او راين کروکر د سنا مجلس د بهرنيو چارو کمېټې ته د وينا پر مهالانځور: AP

کروکر چي د چهار شنبي په ورځ د امريکايي سناتورانو په وړاندي خبري کولې وويل چي د افغانستان په جګړه کي پرمختګ يو ستوزمن کار دی. ده زياته کړه چي دغه کار بيا ناممکنه هم نه دی.

کروکر وويل چي د امريکايانو انتظارات بايد د افغانستان د جګړې څخه واقعبينانه وي.

کروکر په داسي حال کي د امريکا د سنا د مجلس په وړاندي را ښکاره سو چي بارک اوباما به په ږدې راتلونکي کي، د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو د پلان جزييات اعلان کړي.

د امريکا متحده ايالاتو د سنا د مجلس د بهرنيو چارو کميټې د افغانستان په اړه په خپل رپورټ کي ويلي چي په دغه هيواد کي د امريکا د ملت جوړوني هڅي له ناکامي سره مخامخ سوي دي.

رپوټ وايي که بهرني ځواکونه د افغانستان څخه ووزي نو کيدای سي دغه هيواد د يو لوي اقتصادي کړکيچ سره مخامخ سي.

راين کروکر چي پخوا په عراق کي د متحده ايالاتو سفير و او د هغه هيواد څخه يې د امريکايي پوځيانو په ايستلو کي ډيري هڅي کړي ويلي چي، په افغانستان کي جګړه ډيره سخته ده.

« د افغانستان جګړه سخته ده. خو دا په دې معني نه ده چي په دې جګړه کي برياليتوب ناممکنه دی.»

کروکر د امريکا د سنا په وړاندي يو وار بيا کواښ وکړ چي که امريکا د افغانستان څخه مخ واړوي نو ډيري ناوړي پايلي به ولري.

«موږ يو وار د افغانستان خڅه په 1989 کلونو کي مخ اړولی و چي ډيري ناوړي پايلي يې درلودې. موږ بايد دغه کار يو ځل بيا تکرار نه کړو.»

کروکر همدار راز ويلي چي اداري فساد کيدای سي په افغانستان کي په يو بل لوی کړکيچ بدل سي. ده زياته کړي چي د امريکا متحده اياتو دولت په دي هڅه کي ده چي افغانستان کي داسي يو حکومت رامنځ ته کړي چي دغه هيواد يو ځل بيا د القاعدي په شان کروپونو د پتنځاي د جوړيدو څخه په امان کي وساتي.

دا په داسي حال کي ده چي پرون «چهارشنبه» بارک اوباما د خپل افغان سيال سره د يو ويديو کنفرانس له لاري د دوه ساعتونو لپاره ليدنه کتنه وکړه. د سپيني ماڼي د وياند په حواله په دغي ليدنه کي بارک اوباما په افغانستان کي د ورستيو ملکي تلفاتو په اړه خواښيني څرګنده کړه.

د سپيني ماڼي وياند، جي کارني، ويلي چي دواړو ولسمشرانو دا خبره منلې چي په افغانستان کي د ډيريو ملکي تلفاتو لاملين طالبان دي نه بهرني او افغان ځواکونه.

« دواړو ولسمشرانو دا خبره منلې چي د هر ملکي وکړي مرګ د نړيوالو ځواکونو له پاره يو لويه غميزه ده. دوی پر دې خبري هم تنګار کړی چي د ملکي کسانو ساتنه په افغانستان کي د نړيوالو ځواکونو اصلي هدف دی.»

جي کارني ويلي چي افغان او امريکايي ولسمشرانو همدا راز په خپل ويديويي کنفراس کي د افغانستان د سولي د بهير، د افغانستان او امريکا تر منځ د ستراتيژيک همکاريو، د امنيت د انتقال د بهير او نورو موضوعاتو په اړه خبري کړي.

د رپورتونو په حواله باراک اوباما کيدای سي په لومړي پړاو کي افغانستان څخه 5000 امريکايي پوځيان وباسي. دا په داسي حال کي ده چي د امريکا د سنا د بهرنيو چارو کميټي ويلي چي د امنيت د انتقال د پروسي په لومړي پړاو کي بايد 15000 امريکايي سرتيري د افغانستان څخه را ويستل سي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی: نجيب الله زيارمل