1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونده گر:هيچاته به د کوکنارو د ماتولو اجازه ور نه کړو

۱۳۹۰ فروردین ۲۴, چهارشنبه

د ننگرهار ولايت يو شمېر کرونده گر وايي چي، دولت ورسره هرکال د کوکنارو د له منځه وړلو په بدل کي وعدې ورکوي خو تراوسه يي يوه هم پوره کړې نه ده.

https://p.dw.com/p/RHUz
په افغانستان کښي د کوکنارو يو کښت
په افغانستان کښي د کوکنارو يو کښتانځور: picture-alliance/ dpa

ددوی په خبره چي سږ کال به هيڅوک د خپلو ګوکنارو اړولو ته د سر په بيه هم پرينږدي.

په ننګرهارکي د بيلابيلو هغو سيمو څو تنو کروندګرو د المان ږغ راډيو سره همدا خبري وکړې چي، دا مهال يې په خپلو ځمکوکي کوکنارکرلي.

يو تن چي د نامه د ښودلو څخه يې ډه ډه کوله وويل: « موږ غريب خلک يو، هرکال مو د کوکنارو فصل حاصل ته ورسږي دولت راسي له منځه يې يوسي. خو دا موږ پريکړه کړي ده چي هيچا ته دا اجازه نه ورکو چي زموږ د کوکنارو فصل له منځه يوسي. ځکه دولت هر وار وعدې کوي خو يوه يې هم لا نه ده پوره کړې.»

خو د ننګرهار امينتي چارواکو په وار وار يادونه کړې چي په ننګرهار کي به د کوکنارو کښت صفر ته راښکته کړي.

څوورځي وړاندي ننګرهاروالي ګل اغاشيرزي ديوې غونډي پرمهال خبريالانوته وويل چي، د ننګرهار په شږو ولسواليوکي پر شااوخوا اوه سوه هکتاره ځمکه کوکنارکرل سوي، چي په لنډه موده کي به ټوله ځمکه ځني پاکه کړي.

د ننګرهار ولايت د نشه يي توکيو پرضد د ادارې مسول عبيدالله المان ږغ ته وويل چي دوئ معلومات لري چي د ننګرهار په يو شمير سيمو کي کوکنار کرل سوي خو له منځه وړل يې د اميني قومندانۍ کار دی.

پدي اړه د ننګرهار اميني قومندانۍ چارواکو له مرکي کولو څخه ډډه وکړه.

ويل کيږي چي د ننګرهار ولايت په شپږو ولسواليو کي کوکنار کرل سوي چي اچين او شيرزاد پکښي مهمي سيمي دي.

د شيرزادو ولسوال اصيل خوګياڼي المان ږغ ته وويل چي ددغه ولسوالۍ په يو شمير سيمو کي کوکنار لمنځه وړي چي تراوسه يې په وړاندي هيچا غبرګون نه دی ښودلی.

شمعه احمدزۍ/ ننگرهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل